د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی د کندز – تخار د لویې لارې په اوږدو کې یې نوې امنیتي پوستې جوړې کړي دی، څو خلک په دې لاره باندې په خوندېتوب تګ را تګ وکړي.
خو مخکې له دې یو شمېر مسافرانو او موټر چلونکو شکایت کاوه چې په دې لاره کې وسله والو طالبان سړک ته راوځي او له موټرو څخه شکمن کسان کښته کوي.
د نوموړې ولایت د امنې قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړې لارې په اوږدو کې ستونزې شته، خو امنیتي ځواکونه توانېدلي څو دغه ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه:
"موږ د کندز – تخار لارې په نا امنو سیمو کې نوې پوستې جوړې کړي همدا رنګه په دې سړک باندې ګزمه هم ګرځي، څو خلک په ارامه فضا کې تګ راتګ وکړي."
جنګل باغ همدرانګه وايي، دوی په دې لاره کې د پخوانیو امنیتي پوستو د بیارغونۍ ترڅنګ یو شمېر نوې امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي.
په همدې حال کې د کندز – تخار د لارې یو شمېر موټر چلوونکي او مسافران هم خوښي ښيي چې په دې لاره کې د امنیت د خوندېتوب په خاطر امنیتي پوستې جوړې شوي دي.
احمد زبیر او نورالله، د کندز – تخار دوه تنه موټر چلونکي وايي:
"له مخکې نه د دغې لارې وضعیت ښه شوی، امنیتي پوستې جوړې شوي دي او خلک کولای شي په ارامه فضا کې تګ راتګ وکړي."
"ددې لارې امنیت ښه شوی ، سوداګر، دولتي کسانو، د خارجي موسېسو کارکوونکي هم کولای شي په دې لاره باندې لاړ شي او راشي."
د یادولو ده چې له دې مخکې یو شمېر مسافرانو او موټر چلوونکو شکایت کاوه چې د کندز – تخار پر لويې لار وسله والو طالبانو سړک ته راوځي او موټرونه تلاشي کوي.
خو اوس د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په دې لاره کې شته ستونزې هوارې شوي او هیڅ ډول ستونزې نشته.
اجمل ارین- کندز