د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معینیت چارواکي وايي چې دوی د ځوانانو له پاره د کارموندنې، زده کړو او تحصیل د زمینو د برابرولو په هڅه کې دي، تر څو ځوانان په غیر قانوني لارو اروپا او نورو هېوادونو ته له تګ او مهاجرتونو راوګرځي.
د یکشنبې ورځې مازدیګر د ځوانانو چارو مرستیال ډاکټر کمال سادات په خوست کې ازادي راډيو ته وویل چې دوی سره راغلي پلاوي په دې ولایت کې د لوړو زده کړو له یو شمېر خصوصي موسسو، ښوونځیو او د حرفوي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د ده په خبره یادې موسسې به هغه شمېر ځوانان په لږه اندازه فیس جذبوي کوم چې کمزوری اقتصاد لري او د کانکور د ازموینې له لارې له حکومتي پوهنتونونو څخه پاتې شي.
د ځوانانو د چارو مرستیال وویل چې ځوان کهول له پاره کارموندنه، دوی ته د کسب او کار ورزده کول او له نشه يي توکو څخه يې راګرځول د یادې ادارې په لومړیتوبونو کې دي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:
"د ځوانانو چارو معینیت د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د زده کړو او تحصیل د خصوصي سکټور له ادارو سره د دا ډول تفاهم لیکونو د لاسلیکولو پلان لري، موږ په همدې هڅه کې یو چې ځوانانو له پاره کار پیدا کړو، ځوانان زده کړو ته وهڅوو، دوی کار او کسب ورزده کړو، تر څو ځوانان له بیکارۍ، نشه يي توکو او په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته دوی له تګه راوګرځوو."
د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکار شمیم کټوازي د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او ښوونځیو سره د تعلیم او تحصیل د جذب له پاره د ځوانانو د معینیت تفاهم لیکونه ګټور بولي او هیله څرګندوي چې له دې لارې به په خوست کې د ځوانانو د پام وړ کمیت زده کړو او تحصیل ته لاره پیدا کړي.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان په خپلو خبرو کې وویل هغه شمېر ځوانان هم ښه استعدادونه لري، چې په بېلابېلو لاملونو د کانکور د ازموینو له لارو حکومتي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو ته لاره نه شي پیدا کولای.
ده وویل د دې له پاره چې دا ځوان استعدادونه وروزل شي او له تعلیمه پاتې نه شي، نو په پوره تخفیف او کموالي يې په خصوصي سکټور کې جذب یو ښه فرصت حسابیږي.
د مدني ټولنو په برخه کې د ولسمشر سلاکاره عادله بهرام وايي چې د ملي یووالي حکومت د ځوانانو د غوښتنو د اوریدو، دوی ته د کار او زده کړو د زمینو د برابرولو په خاطر د یوې جامع او هر اړخیزې سټراتیژۍ د جوړیدو په لټه کې دی او د دوی د هیات یوه موخه همدا ده چې په دې سټراتيژۍ کې د خوستیو ځوانانو نظرونو ته هم ځای ورکړل شي:
"په ډاډ ویلی شم چې موږ په ډېره لوړه کتګورۍ د ځوانانو له پاره د کار موندنو پر لارو چارو بوخت یو، دوی ته د تحصیل په مسائیلو کار کوو، چې ښه بیلګه يې خوست ته زموږ د هیات سفر دی."
د یادونې وړ ده که له یوې خوا د لوړو زده کړو له پاره د ځوانانو لیوالتیا په ډېریدو ده او هر کال يې په شمېر کې ډېروالۍ راځي بیا بل لوري ته سږ کال یوازې په خوست کې د پوهنتونونو څخه نږدې دوه زره کسان فارغ شوي، چې له حکومت څخه د کاري زمینو د برابرولو غوښتونکي دي، خو حکومتي چارواکو په ټېنګار ویلي، چې حکومت چوکاټ د ټولو فارغینو د جذب ظرفیت نه لري او د دې فارغینو یوې برخې ته باید په خصوصي سکټور کې د کار کولو امکانات برابر شي.
راپور: نجیب الله الوخېل