د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۴

د سوريې په ادلب کې روسيې لسګونه کسان وژلي


په سوریه کې د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د روسیې د جنګي الوتکو بمباریو لسګونه کسان وژلي دي.

د راپورونو له مخې د روسي جنګي جټ الوتکو په ادلب ښار کې له ګڼې ګوڼې یو ډک بازار په نښه کړ.

په همدې حال کې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل چې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کار د روسیې لپاره اسانه دی ځکه مسکو په سوریه کې دوه مخې لوبه نه کوي.

د سوریې په ادلب ښار کې د روسیې د پرونیو هوايي حملو د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، دې بمباریو ۳۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي، خو رویټرز خبري اژانس د ژغورنې د ډلو په حواله د وژل شوو کسانو شمېر۴۳ ښيي او وايي، د لږ تر لږه ۳۰ نورو کسانو مړي د کنډوالو له لاندې راایستل شوي او باید هویت یې وپیژندل شي.

د رویټرز راپور زیاتوي چې په دې بمباریو کې ۱۵۰ نور کسان ټپیان شوي چې د ترکیې روغتونونو ته استول شوي دي.

په راپور کې همدا راز راغلي دي چې دا هوايي حملې د ادلب په له ګڼې ګوڼې ډک بازار، پر څو دولتي ودانیو او د استوګنې پر سیمو شوي دي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر متحدو ایالاتو تور لګوي چې په سوریه کې دوه مخی سیاست کوي.

پوتین په یوه مستند فلم کې چې پرون خپور شو په سوریه کې د مسکو اقدامات ستایلي او د امریکا پر پالیسیو یې سخت انتقادونه کړي دی.

ښاغلي پوتین زیاته کړه:

"زموږ لپاره ډیره اسانه ده چې په سوریه کې له امریکا سره ګډ کار وکړو. ما په دې وروستیو کې له ولسمشر بارک اوباما او په سعودي عربستان کې له خپلو دوستانو سره خبرې وکړې. دا کار ولې اسانه دی؟ ځکه چې موږ دوه مخې لوبه نه کوو او خپل دریځ نه بدلوو."

روسیه د سوریې په جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت کلک ملاتړ کوي.

د یوه بل خبر له مخې د سوریې پوځ چې روسیه یې مرسته کوي، د حلب ښار په جنوب کې د خان تومان سیمه چې د افراطي وسله والو په لاس کې وه بیرته نیولې ده.

اټکل کیږي چې د دې سیمې بیرته نیول به د ادلب ښار جنوب لور ته د حکومتي ځواکونو د پرمختګ لپاره لاره پرانېزي.

XS
SM
MD
LG