د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

اسیايي پراختیا بانک ۲۷۵میلیونه ډالره له افغانستان سره مرسته وکړه


اسیایي پراختیايي بانک د افغانستان د زیربنايي انرژی د پیاوړتیا لپاره له دغه هېواد سره د ۲۷۵ میلیونو ډالرو مرستو اعلان وکړ.

د ترکمنستان څخه د واردېدونکې برښنا اندازه له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۰۰۰ مېګاواټو ته لوړول؛ د ۳۶۰ کیلو مترو برښنایي مزو غځول او د برښنا شرکت د کارکوونکو ظرفیتونه لوړول هغه پروژې دي چې د اسیایي بانک د دغې نوو مرستو پر مټ به تطبیق شي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د شنبې په ورځ د اسیایي پراختیایي بانک له چارواکو سره د ۲۷۵ میلیونو ډالرو مرستو د تړون په مهال وویل چې د دغو مرستو له لګولو سره به ډېرې سیمې د برښنا څخه برخمنې شي.

"د دغې پروژې له پلي کېدو سره د بریښنايي انرژي اندازه چې زموږ له دوست هېواد ترکمنستان څخه واردیږي؛ له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۰۰۰میګاواټو ته لوړیږي؛ یوه بله برخه یې د برېښنا شرکت ظرفیت د لوړولو لپاره لګیږي چې په اساس به یې عواید ښه جمع شي او د دغه هېواد د ماليې لوړولو سبب کیږي."

ښاغلي حکیمي وايي چې اسیایي پراختیایي بانک په افغانستان کې د انرژي د پیاوړتیا لپاره ۱.۲ میلیارده ډالره ځانګړي کړي چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به یې افغان حکومت ته وسپاري.

ټاکل شوي چې دا مرستې په څلورو پړاوونو کې افغانستان ته ورسیږي چې د برښنايي مزو په غځولو او د برښنا اندازې په لوړولو لګیږي.

افغانستان اوس مهال د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه رالیږدوي؛ خو د دغه هېواد ډېرې سیمې لا هم د برېښنا څخه محرومې او په تیارو کې ژوند تېروي.

د حکومت د پالیسي له مخې باید ادارې په هېواد کې د ننه له خپلو سرچینو او ظرفیتونو کار واخلي؛ خو د سیمې د هېوادونو سره د تړونونو تر ډېره افغان چارواکو ته د انرژي د واردېدو روحیه ورکړې ده.

د افغانستان د برښنا شرکت چارواکي وايي چې د اسیایي بانک پر مټ د دغې پروژې له تطبیق سره به د هېواد ۷۰ فیصده وګړي؛ د برښنا څخه برخمند شي.

بل خوا په افغانستان کې د اسیایي پراختیایي بانک مسوول توماس پنیلا دا پروژې افغانانو ته د کار موندنې به برخه کې مهمې بولي وايي چې دا کار به په هېواد کې د بې وزلی له کمېدو سره یوه اندازه مرسته وکړي:

"دا پروژه به سوداګریزې چارې ګړندۍ او سوداګریز مصارف به راکم کړي؛ د پراختیا یو چاپیریال به جوړ کړي، کاري زمینې به برابرې او بې وزلي به له منځه یوسي."

هغه وايي چې د دې مرستو یوه اندازه پیسې له جرمني؛ نیدرلینډ او انګلستان څخه ورکول کیږي.

له دې ټولو سره په افغانستان کې انتقادونه دا دي چې د نړېوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو اغیز ځکه کم دی چې هغه پر بنسټیزو پروژو نه دي لګیدلي.

له دې سره چې د برښنا شرکت چارواکي ټولو سیمو ته د برښنا د رسولو خبره کوي؛ په دې برخه کې له ټولو مرستو او ژمنو سره اوس هم یوازې محدود شمېر سیمې برښنا لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG