د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د حزب التحریر ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې پیل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د حزب التحریر ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د دوی جدي هلې ځلې پیل شوي دي.

وروسته له هغه چې د حکومت اجراییه رییس د حزب التحریر ډلې له فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړه د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي چې د دې او نورو افراطي ډلو د فعالیتونو مخنیوي ته یې جدي هلې ځلې پیل کړې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ارګانونه به ترهګرو ډلو ته دا فرصت ورنه کړي چې ځوانان سخت دریځۍ او ورانکاره فعالیتونو ته وهڅوي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه د التحریر په نوم ډلې د فعالیتونو مخنیوي ته جدي کار کوي:

"افغان ځواکونه په دې مسالې کار کوي؛ په کوم ځای کې او څنګه د دوی د فعالیت نه مخنیوی وکړي؛ درې اوونۍ مخکې تاسې ولیدل چې د دې ډلې یو مسوول د امنیتي ځواکونو له خوا په فراه ولایت کې ونیول شو او هلته هم د دوی له تبلیغاتو مخنیوی وشو؛ په مجموع کې دا زموږ مسوولیت دی چې د داسې ډلو د فعالیتونو مخنیوی وکړو؛ نو تحریر هم داسې یو ګروپ دی چې ورسره کلکه مبارزه کیږي."

دا اقدامات وروسته له هغه کیږي چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله په خپلو ورستیو څرګندونو کې وویل چې د حزب التحریر ډله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو غیر رسمي یا ملکي څانګه ده چې افغان ځوانان ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي.

خو نوموړي ویلي وو چې د دې ډلې د فعالیتونو مخنیوي لپاره اقدامات نه دي شوي.

ویل کیږي چې د حزب التحریر په نوم سازمان په اکاډومیکو ځایونو؛ ټولنیز برخو او د ځوانانو ترمنځ ډېر فعالیتونه لري.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي صالح محمد صالح د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښه وښوده چې لاهم حزب التحریر ډله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لري:

"د دې ډلو تر شا ډېر قوي لاسونه دي او ډير امکانات ورته برابریږي؛ دا ډله لاهم فعالیتونه لري، خو تحریر ډله ډېره خطرناکه ده؛ ځکه داخل په نظام کې ده او د افغانستان نظامونو چې همیشه لپاره سقوط کړی؛ هغه د محصلینو او د پوهنتونو ځوانان دي چې کولای شي نظام ته سقوط ورکړي."

په علمي ساحو کې د دې ګوند د نفوذ خبره په داسې حال کیږي چې څه موده مخکې د ننګرهار پوهنتون ۲۷ محصلان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په تور د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له خوا ونیول شول.

د راپورونو له مخې حزب التحریر یوه نړېواله شبکه ده چې په ۱۹۵۷ میلادي کال په فلسطین کې رامنځ ته شوه.

ویل کیږي چې دا ډله د نړۍ په یو شمېر اسلامي او حتی ځینو غیر اسلامي هېوادونو کې هم فعالیت لري.

افغان کار پوه جاوید کوهستاني بیا وايي چې د دې ډلې افکار تر ډېره داعش ډلې افکارو ته ورته دي:

"د حزب التحریر افکار تر ډېره داعش ډلې فکري خطوطو ته نژدې دي؛ سره له دې چې دا ډله د ترورستي سازمانونو په لست کې شامله شوې؛ خو لاهم زموږ ادارات نه دي توانیدلي چې د ځوانانو او په تعلیمي مرکزونو کې د دې ډلې د فعالیتونو مخنیوی وکړي."

نوموړي وویل، که چېرې د دې ډلې د فعالیتونو مخنیوی و نه شي؛ دا به له تروریستي ډلو سره مرسته وکړي چې دا کار به د افغانستان راتلونکي لپاره ناوړې پایلې ولري.

خو په تېره کې د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي و چې د حزب التحریر ډلې پټ فعالیتونه تر څارنې لاندې دي او کله چې د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو له خوا دوی ته هدایت ورکړل شي؛ د ملي امنیت ریاست به یې مخنیوی وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG