د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

کارټر: اجازه نه ورکوو چې افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شي


د امریکا دفاع وزير اشټن کارټر وویل چې هېڅکله اجازه نه ورکوو چې افغانستان د ترهګرو په مرکز بدل شي؛ ده دغه څرګندونې د جمعې ورځې په مازیګر ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال وکړې.

نوموړي د ننګرهار په هوايي میدان کې د افغانستان دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزي سره تر ليدنې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل؛ امریکا له افغان حکومت سره په کړو ژمنو ولاړه ده او د ترهګرې پر وړاندې مبارزه کې به افغان حکومت سره اوږدمهاله همکاري ولري.

هغه وویل، په افغانستان کې ترهګرې ډلې هڅې کوي چې د ځان لپاره امن ځای پیدا کړي؛ خو هغه ټينګار یې وکړ چې دوی به هېڅ یوې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې ننګرهار یا د افغانستان نورې سیمې په خپل مرکز بدلې کړي:

"طالبان د افغانستان په بعضو سيمو کې شته؛ دا موقتي دي او دوی لپاره دوامداره پاتې کېدل خطر دی؛ دا یوه رهبري شوې جګړه ده چې القاعده او نور ګروپونه هڅه کوي چې د خپل فعالیت ساحه پراخه کړي.

خو موږ د دوی پر وړاندې پوره چمتوالی نیولی او هېڅ کله به اجازه ورنه کړو چې ننګرهار یا د افغانستان نورې سیمې د خپل فعالیت مرکز جوړ کړي."

د امریکا دفاع وزير د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه وویل؛ تر ۲۰۱۷ کال پورې د افغان ځوانونو د روزنې، تجهیز کولو او د ترهګرې پر ضد مبارزې لپاره يې بودجه ځانګړې کړې ده.

دارنګه نوموړي افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې دوی هڅه کوي تر راتلوونکې کاله پورې افغان هوايي ځواک هم پر پښو ودروي:

"امریکايي ځواکونه به د افغان ځواکونو سره د تعلیم په برخه کې همکار وي او دا زموږ د پلان یوه برخه هم ده چې افغان ځواکونه دا توانايي ولري چې په خپله د خپل هېواد دفاع وکړي او په بله برخه کې به زموږ کار دا وي چې افغان هوايي ځواک وروزو تر څو په راتلوونکي کال کې افغانستان یو قوي هوايي ځواک ولري."

په دې خبري ناسته کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزي د کارټر سفر افغانستان ته ګټور وباله او ویې ویل؛ له نوموړي سره يې پر ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې:

"موږ د امریکا د دفاع وزیر سره خبرې وکړې چې څنګه کیدلی شي افغان ځواکونه د دې جوګه شي چې د خپل هېواد ساتنه خپله وکړای شي او د نورو ځایونه موږ ته کوم تهدید رانه شي؛ په دې برخه کې د ننګرهار د خلکو غوښتنه هم وه؛ موږ ته يې ډاډ راکړ زه ډاډه یم چې د دې ستونزو لپاره به د حل یوه لاره راپيدا شي."

امریکايي چارواکو افغانستان سره د اوږمهاله مرستو او همکاریو ژمنه کړې.

د امریکايي چارواکو په وینا، تر ۲۰۱۷ کاله پورې به په افغانستان کې ۹۸۰۰ ځواکونه موجود وي او له هغې وروسته به دا شمېر ۵۵۰۰ ته راښکته شي چې دا به د کابل، بګرام، کندهار او د جلال اباد په امریکايي نظامي ځایونو کې پاتې وي.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG