د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

کارتر: موږ له افغانستان سره وو، یو او تل به واوسو


د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د خپل پروني ناڅاپي سفر په ترځ کې په ځانګړې توګه د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ.

د امریکا دفاع وزیر پرون د افغانستان دفاع وزیر ته وویل چې امریکا له تاسو سره ولاړه ده او په راتلونکو څو کلو نو کې د افغان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د دوی د ظرفیتونو د لوړولو ژمنې ترسره کوي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس وايي چې اش کارتر په داسې حال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت د کتلو لپاره دغه هېواد ته سفر کوي چې رپوټونه د جنګ جګړو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې اسلامي دولت ډله یا داعش هلې ځلې کوي چې د افغانستان په ختیځ کې ځان ته پناه ځای جوړ کړي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر په ننګرهار کې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر معصوم ستانکزي سره له خبرو وروسته په یوې ګډې خبرې غونډې کې له افغانستان سره د امریکا په اوږدمهالو مرستو او ملاتړ ټینګار وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري آزادي راډیو ته وویل:

"د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزیر په ښکاره او څرګندو ټکو وویل چې موږ له افغانستان سره یو، ووبه او ټول وخت د افغانستان په ټولو برخو کې مرسته کوو او د افغانستان څخه ملاتړ کوو په ځانګړې توګه د وسله وال پوځ څخه یې."

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې د افغانستان لیدنه کوي چې په دغه هېواد کې د امریکا او د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان کمپبل اندېښنه څرګنده کړې چې د سوریې او عراق جنګیالي هغو افغانانو سره یوځای شوي چې د پاکستان پولو ته نږدې یې د افغانستان په ختیځ کې له اسلامی دولت ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی دی.

چارواکي له مودو راهیسې خبرداری ورکوي چې په دغې سیمه کې د داعش ډلې د کسانو شمېر محدود دی چې کیدای شي؛ د زرو یا درې زرو کسانو پورې وي؛ خو له طالبانو ناراضه شوي کسان له دوی سره یوځای کیږي.

د امریکا دفاع وزیر وویل، اسلامي دولت ډله غواړي په هغه ځای کې چې یو فرصت یې ویني ځان ته کوچنۍ ځالې جوړې کړي او امریکا به اجازه ورنه کړي چې په خاصه توګه په ننګرهار کې دوی ځان ته یوپناه ځای جوړ کړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه نوي رپوټ هم اندېښنې رامینځ ته کړي دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر کمېدو طالبان زړور کړي دي چې سږ کال یې بریدونه زیات وو.

وروسته له دې چې ایتلافي او امریکایي قواوو تېر کال خپل ګڼ شمېر عسکر له افغانستانه وویستل؛ په ننګرهار کې اوس هم شاوخوا ۶۰۰ امریکایي عسکر اوسي او اوس په ټول افغانستان کې د امریکایي او ایتلافي عسکرو شمېر ۱۴ زرو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG