د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

امریکا: کېدای شي په ایران لګول شوي بندیزونه په جنورۍ کې لیرې شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کانګرس ته لیکلي دي چې په ایران باندې دلګول شویو بندیزونو د لېرې کولو د پیل وخت رارسېدلی دی.

جان کري په خپل لیک کې زیاتوي چې کومې ژمنې چې تهران د نړۍ شپږو لویو هېوادونو سره په اټمي توافق کې کړي تر اوسه یې ترسره کړي دي.

هغه وايي کوم اقدامات چې تهران په تېرې جولای میاشت کې د دغه توافق له لاسلیک وروسته کړي شفاف او د منلو وړ دي.

بلخوا لوی دموکرات سناتور بن کاردین د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بهرنیو چارو د وزیر د دغې خبرې په اساس کېدای شي په ایران باندې لګول شوي بندیزونه د راتلونکې جنورۍ میاشتې سره سم لیرې کړای شي.

مخکې تمه وه چې د دغو بندیزونو لیرې کېدل امکان لري راتلونکي پسرلي کې پیل شي.

ښاغلي کاردین وویل چې بندیزونه د ایران عملي اقداماتو ته په کتنه لیرې کېږي.

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې له ایران سره د اټمی هوکړه لیک د هماهنګۍ څانګې رئیس ستیفن مول وايي چې ځیني امریکایي چارواکي اټکل کوي چې تر راتلونکي پسرلي پورې کېدای شي وخت ته اړتیا ځکه وي چې توافق ډېر پېچلی دی.

هغه وايي چې د اقداماتو او توافق لویه برخه د ایران په لاس کې ده.

ښاغلی مول زیاتوي چې تر اوسه د یورانیمو د بډایه کولو پنځه زره دستګاوې له کاره غورځول شوي دي او تهران ښايي په راتلونکو څو ورځو کې نورې دغه ډول دستګاوې هم شنډې کړي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر په خپل لیک کې کانګرس ته ویلي دي چې ایران اوس مهال د اټمي وسلې د جوړولو کوم پټ فعالیتونه نه لري.

امریکا، برتانیې، فرانسې، روسیې، چین او جرمني له کلونو خبرو او مذاکراتو وروسته په تېرې جولای میاشت کې ایران سره یو تاریخي اټمي توافق لاسلیک کړ. ایران د دغه توافق په اساس ومنله چې خپل اټمي پروګرام د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو په مقابل کې محدودوي.

اوس ښکاري چې امریکا په راتلونکې جنورۍ میاشت کې د بندیزونو لیرې کولو ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG