د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د خونړۍ حملې يو کال پوره شو


نن په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو د خونړي بريد يو کال پوره شو، د سياسي او دفاعي چارو کارپوهان وايي چې تر دغې پېښې وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد پاليسي بدله کړه چې ښې پایلې يې ورکړي دي.

دا په داسې حال ده چې وسله والو پاکستاني طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر پوځي ښوونځي وسله وال بريد وکړ چې په پایله کې يې د زده کوونکو او د ښوونځي د عملې په ګډون نږدې ١٥٠ کسان ووژل شول.

دغه بريد د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو خونړى بريد ګڼل کېږي چې په پایله کې يې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د ترهګرو د ځپلو په مقصد ځيني جدي اقدامات وکړل او په قبايلي او ښاري سيمو کې يې پوځي عمليات هم ګړندي کړل.

تر دغه بريد وروسته د پاکستان حکومت د دې هېواد د ټولو سياسي ګوندونو يو ټول ګونديز کنفرانس راوباله چې د سياسي ګوندونو د مشرانو په ګډون په کې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم ګډون وکړ.

په دغه کنفرانس کې د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو د ترهګرۍ او ترهګرو د ځپلو لپاره د هغوى پر ضد د پراخو عملياتو او همداراز د نېشنل اېکشن پلان په نامه د يوې نوې پاليسۍ جوړولو موافقه وکړه او حکومت ته يې د هر ډول مرستې ډاډ هم ورکړ.

همدا شان صدراعظم نواز شريف تر دغه خونړي بريد وروسته په پاکستان کې د اعدام پر سزا لګېدلى بنديز لیرې کړ او په اساسي قانون کې یې تر بدلون وروسته د دوو کلونو لپاره پوځي محکمې هم جوړې کړې.

خو پوښتنه دا ده چې پر پوځي ښوونځي تر بريد وروسته د ترهګرۍ پر ضد د حکومت پاليسۍ څومره نتيجه ورکړې ده؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستاني پوځ پخواني منصبدار بریګېډر سيد نذير مومند ازادي راډيو ته وويل:

"دا يو قسم له Turning Point و، يو داسې مرحله وه چې په هغې باندې د ټول قوم سوچ کې کوم يو، هغه تقريباً په يو سوچ باندې راغله او هغه دا وه چې دا پاليسي او دا جنګ چې کوم دى، د دې د ختمولو لپاره داسې کوښښ په کار دى چې د هر يو داسې ډلې په خلاف وي چې کوم په ملک کې بد امني راولي. بيا داسې عمل شروع شو چې هغه چاودنې او يا په لويه سطح باندې هغه نمونه بد امني هغه اوس نه شته دى او د خلکو چې کوم اعتماد دى، هغه کافي حده پورې بحال شوى دى، خو کله کله ځیني پېښې کېږي، خو اوس هم عملیات روان دي، ليکن چې بل طرف ته وګورئ، که هغه د کراچۍ امن دى، که د بلوچستان دى که د فاټا دى او د کې بي دى، نو په هغې کې واقعي ده چې ډېر زيات کمى راغلى دى."

تر ۱۶م ډسمبر وروسته په پاکستان کې له طالب وسله والو سره د خبرو اترو دروازې وتړل شوې او د نوموړي هېواد حکومت پرېکړه وکړه چې د تحريک طالبان پاکستان په ګډون به د ټولو وسله والو ډلو پر ضد عمليات پراخوي.

همداراز افغان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه زیات شول چې د پاکستان د پوځي مقاماتو په وينا تر دې دمه په کې ٣٤٠٠ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د سياسي چارو کارپوه شميم شاهد په دې باور دى چې که څه هم پر پوځي ښوونځي تر بريد وروسته د حکومت له خوا د ترهګرۍ د ځپلو په مقصد د پاليسۍ د بدلون له امله په پېښور او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې امن راغلى دی، خو د دې تر څنګ د حکومت له خوا د لا کوټلو اقداماتو غوښتونکى دى.

ښاغلی شاهد وايي:

"پر پوځي ښوونځي له حملې نه وروسته د پاکستان ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو په دولت غږ کړى و چې تاسو د ترهګرو خلاف څومره ممکنه وي عمليات پيل کړئ او په دې کې هغوى د پوره ملاتړ اعلان کړى و چې په نتيجه کې يې د نېشنل اېکشن پلان په نوم يوه منصوبۀ هم جوړه شوه. خو تر اوسه پورې زه په خپله ځاني په دې باندې ډاډه ځکه نه يم چې د ترهګرو مرسته کوونکي که هغه د مذهبي ګوندونو يا د سياسي ګوندونو دي، د هغوى خلاف کوټلي عمليات نه دي شوي."

د يادونې وړ ده چې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر بريد سمدستي وروسته د پاکستان سياسي او پوځي چارواکو افغانستان ته څو سفرونه هم وکړل او له افغان چارواکو سره يې د ترهګرو د ځپلو او د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه خبرې وکړې.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG