په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د دوشنبې په ورځ د افغان اتلانو په نامه د ۲۰۱۶م کال لپاره جنتري خپره کړه. په دې جنتري کې د دوولسو هغو افغانانو په اړه راغلي چې يو شمېر لاسته راوړنې يې درلودې.
دا کمپاين د ۲۰۱۵م کال په جولای مياشت کې د ټولنيزو رسنيو لکه د فېس بوک او ټويټر، له لارې پيل شو. د کمپاين پر مهال پر ټولنيزو رسنیو له افغانانو غوښتنه وشوه چې د خپلې خوښې افغان اتلان د اروپا ټولنې ته معرفي کړي.
افغانستان ته د اروپا ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل ملبين وايي:
"په داسې هېواد کې لکه افغانستان چېرته چې د ډېری خلکو لپاره ژوند اسانه نه دی؛ دا مهمه ده چې مثبتو خبرو ته هم پام وکړو او ښې کيسې شته لکه ښه خلک چې شته.
زه په افغانستان کې ډېر خلک وينم چې هره ورځ خپل مثبت رول لوبوي. دا جنتري داسې ټول کسان ستايي؛ نه يوازې دا دوولس انتخاب شوي کسان بلکه ټول زړور افغانان ستايي."
د ښاغلي ملبين په وينا، دغه دوولس افغان اتلان چې عادي خلکو انتخاب کړي دي؛ په افغانستان کې د مهمو مسالو په اړه کار کوي چې اروپايي ټولنه هم ورته لېواله ده:
"زه ځکه خوشال يم چې د دې جنتري لپاره خلکو د افغان اتلانو په توګه ډېری ښځې انتخاب کړي دي. دا د دې حقيقت څرګندونه کوي چې ښځې څومره هره ورځ د افغانستان لپاره کار کوي او ولې د دوی حقونه مهم دي؛ تر څو ټول افغانان ښه ژوند ولري. ډېری داسې اتلان شته چې د کوچنيانو او زده کړې استازيتوب کوي او دا زموږ زړه ته نيږدې عمل دی."
د اروپايي ټولنې د اعلاميې له مخې؛ دغه اتحاديه به د کال په اوږدو کې د افغان اتلانو کمپاين څاري او په افغانستان کې به د اروپا ټولنې د ټولنيزو رسنیو له لارې پر دغو کسانو خپله توجه متمرکزه ساتي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر د معلوماتو له مخې؛ طيبه خاوري هغه ښځه ده چې د لومړي ځل لپاره د يوې ولایتي شورا د ریيسې په توګه وټاکل شوه.
حسین زاده هغه افغان پنځلس کلن هلک دی چې په محدودو وسايلو کې هڅې کوي د پام وړ اختراعات وکړي.
متين يعقوبي د کوچنيانو د حقونو مدافع دی او په ۲۰۱۴ کال کې يې د سېف دي چلډرن ادارې لپاره په رضاکارانه توګه کار کړی.
امېد شريفي د خپل هنر او رسامۍ له لارې د اداري فساد ستونزې ته د خلکو پام اړوي.
نيلوفر رحيمي چې افغان پيلوټه ده؛ هم د افغانې اتلې په توګه پېژندل شوې ده.
د کندهار ښار یو اسېدونکی حکمت الله د کندز بې ځايه شويو کورنیو ته د خوراک او استوګنې ځای برابرولو په خاطر افغان اتل پېژندل شوی دی.
صابر حسیني هغه افغان دی چې د خپل بايسکل په وسيله د ۲۰۰ کتابونو کتابتون تر افغان کوچنيانو پورط رسوي.
په دغو اتلانو کې يوه ښځه هم نومول شوې چې د کابل لومړۍ ښځينه کتاب پلورونکې ده. همداراز ځينو کسانو افغانې ښځې خپلې اتلانې معرفي کړي.
يو شمېر نورو افغان ښوونکي او هغه کسان چې د ښاروالۍ له خوا سرکونه او لارې پاکوي؛ خپل اتلان معرفي کړي.