د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د برېښنايي تذکرو ادارې کارکوونکي خپل برخلیک ته اندېښمن دي


د الکترونیکي تذکرو د ویش کارکوونکي له حکومته غواړي چې د دې پروژې په وړاندې پرتې سیاسي ستونزې ژر حل او د تذکرو ویش ته زمینه برابره کړي.

دوی د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې که یاده پروسه ژر پیل نه شي، نو د قوس میاشتې تر اخره به د دې ادارې نږدې زره مسلکي کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

که څه هم تر اوسه د الکترونیکي تذکرو د ویش د سرنوشت په اړه کره معلومات په لاس کې نشته، خو د تېر په څير یو ځل بیا د الکترونيکي تذکرو کارکوونکي له حکومته غواړي چې د تذکرو د ویش لړۍ دې ژر پيل کړي.

د الکترونيکي تذکرو د ویش یو شمېر کارکوونکو د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې که یاده پروسه ژر پیل نه شي، نو نږدې زر مسلکي کارکوونکې به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د الکترونیکي تذکرو د ویش ادارې د کارکوونکو په استازیتوب ولي خان کارن خبریالانو ته خپلې اندیښنې داسې شریکې کړې.

ښاغلي کارن زیاته کړه:

"څه باندې ۱۰۰۰ تنه چې د الکترونیکي تذکرو لپاره روزل شوي او ورباندې مصرف شوی، که همدا کارکوونکي همداسې بې سرنوشته پاتې کیږي، یا دوی ته ځواب ورکول کیږي، دا د دولت لپاره لویه ضایعه ده."

څه باندې پنځه کاله وړاندې د الکترونیکي تذکرو د ویش اداره د کورنیو چارو په وزارت کې رامنځ ته شوه او ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۲ کال کې د الکترونکي تذکرو د ویش لړۍ پيل شي، خو د نامعلومو دلایلو له امله یاده پروسه تر اوسه ځنډېدلې ده.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره افغان چارواکو ژمنه وکړه چې د اسد په ۲۸مه چې د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخیستو ورځ هم وه، د دغو تذکرو ویش به پيل کړي، خو د یو شمېر مخالفتونو له امله دغه پروسه ځنډیدلې ده.

د الکټرونیکي تذکرو ویش وروسته له هغه وځنډید چې په دغو تذکرو کې د افغان کلېمې د لیکلو پر سر مخالفتونه راپورته او ان پرضد او ملاتړ یې په کابل او ولایتونو کې پراخې مظاهرې وشوې.

د الکترونیکي تذکرو د ویش کارکوونکي وايي، که دوی بې کاره شي، نو نورې دندې به واخلي او یا به بهر ته ولاړ شي، چې دا د حکومت لپاره لویه ضایعه ده، ځکه چې د دوی په روزلو ډیر لګښت شوی دی.

هڅه مو وکړه چې د الکترونیکي تذکرو د کارکوونکو د تازه غوښتنو او او تذکرو د ویش د ځنډېدا په اړه د افغان حکومت نظر را واخلو خو د جمهوري ریاست او د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي مسئولینو له خبرې کولو ډډه وکړه.

حکومت پخوا داسې ویلي وو، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یاده پروسه ځنډېدلې، خو د دې ادارې کارکوونکي وايي چې په دې پروژه کې هیڅ ډول تخنیکي ستونزې نه دي موجودې.

د الکترونکي تذکرو کارکوونکو په یوه پریکړه لیک کې له حکومته وغوښتل چې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ دې ژر پیل کړي.

د دې پریکړه لیک یوه برخه د الکترونیکي تذکرو د ویش ادارې د یوه بل کارکوونکي عبدالطیف اجمل له خوا داسې ولوستل شوه:

"موږ د الکترونېکي تذکرو د ویش کارکوونکي له ملي وحدت حکومت څخه غواړو چې د الکترونیکي تذکرو د توزیع په وړاندې سیاسي ستونزو ته د پای ټکی کیږي او هر څومره ژر چې کیږي د الکترونیکي تذکرو دویش لړۍ پیل کړي."

د پریکړه لیک په یوه برخه کې راغلي که چېرې د الکترونیکي تذکرو د ویش په لړۍ کې ستونزې ژر نه حل کیږي، نو د دې پروسې دریمه مرحله چې د (بایو مټریک) اخستل دي باید پیل شي، څو په راتلونکي کې د تذکرو څلورم پړاو ته چې د تذکرو ویش ده لاره هواره شي.

یادو کارکوونکو ګواښ وکړ که یې مشروع غوښتنو ته مثبت ونه ویل شي، نو لارو کوڅو ته به راووځي او په سوله ییزو مظاهرو به لاس پورې کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG