د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د کابل بانک پوروړي خلیل الله فیروزي ته د یوه ښارګوټي د تړون ورکولو او د شانګهای کانفرانس ګټو ته ځانګړي کړي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې خلیل الله فیروزي ته د یوه ښارګوټي د تړون ورکولو په اړه د افغان چارواکو پروني استجواب دا موضوع لا پسې پیچلې کړه.
په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر له خلیل الله فیروزي سره د هوشمند ښارګوټي تړون لغوه کړ، خو په دغه تړون کې یې د شوي فساد مخه ونه نیوله.
د سرمقالې لیکوال ویلي چې د کابل بانک په قضیه کې هره ورځ نوي نوي اړخونه پيدا کیږي او حکومت هم په دې برخه کې کمزوری عمل کوي.
جامعه باز ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د کابل بانک موضوع د ډیرو معمایي رمزونو په کیلي بدله شوې ده.
په سرمقاله کې راغلي چې دغه موضوع په لنډ مهال کې حل کیدونکې نه ده او ورځ تر بلې یې پیچلتیا زیاتیږي.
سرمقاله لیکونکي ویلي چې د کابل بانک له پوروړي خلیل الله فیروزي سره د تړون لاسلیکول د کابل بانک په قضیه کې د فساد یوه موضوع ده او د ورځپاڼې په باور په دې برخه کې نور غیر قانوني کارونه هم شوي چې تر اوسه نه دي افشا شوي.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د ولسي جرګې په پرونۍ استجوابیه غونډه کې د ولسمشر د پخواني حقوقي سلاکار او د کابل بانک د تصفیې ادارې د مشر خبرو یاده موضوع نه یوازې چې روښانه نه کړه، بلکې په جدي خبرو سره یې پیچلې کړه.
چراغ ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د ولسمشر د پخواني حقوقي سلاکار دا خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي د کابل بانک قضیه حل شي.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د شانګهای سازمان د غونډې په اړه لیکلي چې تیره ورځ د دغه کانفرانس په څنډه کې اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د روسیې له صدر اعظم ډیمیتري میدویدیف سره په دوه اړخیزو مسائلو خبرې وکړې.
اصلاح ورځپاڼې بیا د شانګهای کانفرانس هیلو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دغه کانفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات ته جدي اړتیا لیدل کیږي.
په سرمقاله کې راغلي چې د شانګهای په غونډه کې باید د داعش د ګواښ په اړه هم خبرې وشي ځکه چې دا پدیده په سیمه کې نوې ده او د جلب او جذب هڅې کوي.