د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

مصري چارواکي: د روسۍ الوتکې په نسکورېدو کې د بم نښې نه ښکاري


مصري چارواکي وايي، د هغې لویدلې روسې الوتکې د نسکورېدو په اړه یې د څېړنو لومړنی راپور چمتو کړی چې یوه نیمه میاشت مخکې د سینا په ټاپووزمه کې ولوېده او داسې کومه نښه نښانه یې نه ده موندلې چې بمي چاودنه دې د دې الوتکې د نسکورېدو سبب شوې وي.

خو لوېدیځو او روسي چارواکو ویلي؛ دا الوتکه په کې دننه د ځای پرځای شوي بم د چاودنې نتیجه کې نسکوره شوې.

د اکتوبر په یو دېرشمه نېټه د روسیې د "میټروجېټ" د هوايي شرکت یوه (A321) ډوله ایربس الوتکه په داسې حال چې له الوتنې یې درویشت دقیقې تېرې شوې وې؛ د سینا په ټاپو وزمه کې نسکوره شوه او په کې سپاره 224 کسان ووژل شول.

دا روسي الوتکه د مصر له تفریحي ښار شرم الشیخ څخه د روسیې سانپیټرزبورګ ته الوته.

د مصر د ملکي هوايي چلن د ادارې چارواکي وايي؛ په سینا ټاپووزمه کې یې د لوېدلې روسي الوتکې د نسکورېدو د علت د څېړنې په اړه خپل لومړنی راپور بشپړ کړی دی. دوی وايي، په څېړنو کې یې د کومې بمي چاودنې نښې نه دي موندلي چې دا جېټ الوتکه دې نسکوره کړي وي.

سره له دې چې تر دې مخکې د مصر د څېړونکي هییت یوه غړي ویلي وو؛ د الوتکې د تورباکس او په هغې کې د ثبت شویو غږونو څېړنې ښيي چې دا روسي الوتکه د یوې بمي چاودنې په نتیجه کې نسکوره شوې ده.

اوس مصري چارواکي وايي، تر اوسه یې هم په الوتکه کې د تروریستي فعالیت نښې نښانې نه دي موندلي.

خو روسي او لوېدیځو چارواکي بیا وايي؛ د الوتکې دننه یوه بمي چاودنه د دې سبب شوه چې دا روسي الوتکه نسکوره شي.

همدا رنګه له داعش سره یوې تړلې وسله والې ډلې چې د سینا په ټاپووزمه کې د مصر له حکومت سره جنګیږي؛ ادعا کوي چې دوی دا روسي الوتکه نسکوره کړې ده.

د اسلامي دولت وسله والو د ”دبیق“ په نوم په خپله یوه مجله کې چې په انګلیسي ژبه یې خپروې د یو عکس په خپرولو ادعا کړې چې دا روسي الوتکه یې د هغه بم په وسیله نسکوره کړې چې د څښاک په یو قطي کې یې ځای پر ځای کړی و.

د روسیې د فیدرالي امنیت د ادارې رییس الکسانډر بورتنیکوف وايي؛ د دې مساپر وړونکې الوتکې د نسکورېدو په اړه د دوی څیړنې ښيي چې د هغې بمي چاودنې له کبله نسکوره شوې چې د یو کیلو ډینامیټو په برابر چاودېدونکې مواد په کې کارول شوي وو.

د دې الوتکې له نسکورېدو څو ورځې وروسته د نوامبر په شپږمه روسیې اعلان وکړ چې په مصر ته خپلې ټولې الوتنې ځنډوي او لږ تر لږه شپږو اروپايي هېوادونو هم خپلو اتباعو ته وویل چې مصر ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د یو راپور له مخې د شرم الشیخ په هوايي ډګر کې امنیتي چارواکو له مودو راهیسې دلته دشتو امنیتي تدابیرو او امنیتي تجهیزاتو څخه سرټکاوه.

XS
SM
MD
LG