د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

خوستوالو په کندهار کې د ملکیانو وژنه وغندله


نن د دوشنبې په ورځ د خوست قومي مشرانو، مدني فعالانو، ولایتي شورا او د سولې شورا یو شمېر غړو د یوې ناستې په ترڅ کې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د وسله والو د تېرې سې شنبې ورځې برید چې د څلورو ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي کسان په کې ووژل؛ په سختو ټکو وغانده.

دوی ویل چې د ملکي او بې دفاع وګړو ؛ ښځو او ماشومانو وژنه او یا د جګړې پر مهال له دوی څخه د ډال په توګه کار اخیستل له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي او دوی د کندهار برید په سختو ټکو کې غندي.

د ناستې ویناوالو وویل چې د کندهار وروستۍ پيښې ټول افغانان سخت دردولي او خواشیني کړي دي.

قومي مشر متقاعد جنرال حاجي ګل نواز د یادې پيښې د غندنې تر څنګ هیله څرګنده کړه چې بیا داسې دردونکې پېښه رامنځته نه شي او د دې پيښې طرح کوونکي او عاملین څرګند او د خپلو کړنو سزاء وویني:

"دې بدې پېښې نه یوازې کندهار لړزولی؛ بلکې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو خلک يې لړزولي دي؛ دا غیر اسلامي، غېر شرعي او غیر قانوني عمل دی؛ موږ دا پېښه په کلکه غندو، نه غواړو چې بیا داسې پيښې په افغانستان کې ترسره شي، هر هغه څوک چې د دې پيښې عامل وي یا يې ملاتړی وي، هغه هم غندو او خدای دې وکړي چې هغه رسوا شي."

د یوناما څخه د کندهار دپيښې په تړاو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي؛ د دوی راپورونه ښيي چې طالبان په بازار کې له خپلو موټرو ښکتیه شول او ډزې یې پیل کړې چې له کبله یې دوکانداران او لارویان ووژل شول یا ټپیان شول.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې طالبانو جګړه هغو بلاکونو ته وغځوله چې د امنیتي ځواکونو او د هوايي ډګر د کارکوونکو د کورنیو غړي پکې اوسیږي.

د همدې پيښې په تړاو قومي مشر حاجي رسول محمد خان په خپلو خبرو کې د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو څخه د جګړې د ډال په توګه کار اخیستل د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل وباله:

"نه اسلام چاته د دې اجازه ورکوي او نه انسانیت د دې اجازه چاته ورکوي چې یو څوک دې بېګناه او ملکي خلک ووژني، یا که څوک له ملکیانو د ډال په توګه کار واخلي لکه د کندهار په پېښه کې چې وسلوالو به د ملي اردو په مقابل کې ماشومان د سپر په توګه کارول."

د کندهار د وروستۍ پيښې د غندنې په ناسته کې د خوست د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ وکړ، چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

ده له افغان حکومت هم غوښتنه وکړه، چې د دې پيښې عاملین تشخیص او مجازات کړي:

"له حکومت نه هم غوښتنه کوو، هغه پيښې چې د حکومتي قواوو له خوا د تېروتنو تر نامې لاندې ترسره کیږي، د هغو دې مخنیوي وکړي او عاملینو ته دې سخته سزاء ورکړي او هغه څوک چې په مختلفو نومونو باندې د افغانستان خلک وژني، هغوی ته دې تر ټولو سخترینه سزاء وټاکي او هغوی ته د خلکو پر وړاندې مجازات ورکړل شي."

ویل کیږي، چېد کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو په حمله کې د څلورو ماشومانو په شمول ۳۹ ملکیان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۳ تنه نور ملکیان په کې ژوبل شوي دي.

د کندهار پيښه د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو ملي او نړیوالو ادارو له لوري غندل شوې او د جګړې له ښکیلو خواوو يې غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي،

دوی په جګړه کې د ملکي هدفونو او بې دفاع خلکو څخه د ډال په توګه کار اخیستل د ټولو نړیوالو موازینو خلاف عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG