په کابل کې يوه ډله ځوانانو د روشنګرۍ په نوم د علمي بحثونو يوه لړۍ پيل کړې ده.
دغه پروګرام له درېيو کلونو راهيسې روان دى، چې د کابل تر څنګ په پکتيا، هلمند، کندهار او غزني کې هم پيل شوى دى.
د دې پروګرام په مرسته پر ټولنيزو، علمي، کلتوري او نورو مسايلو لکچرونه واندې کېږي، وروسته برخوال چې ډېرى يې ځوانان دي پر وړاندې شوې موضوع بحث او کره کتنه کوي.
د دې پروګرام له يوه تنظيموونکي محمديار يار څخه صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې دغه بحثونه او لکچرونه دقيقاً د چا له خوا چا ته وړاندې کېږي؟