د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د کندز هوايي ډګر به د نړیوالو هوايي ډګرونو به قطار کې راشي


د کندز هوايي ډګر
د کندز هوايي ډګر

د هېواد د ټرانسپورټ او مُلکي هوايي چلند وزیر خبر ورکوي چې د کندز ولایت د هوايي ډګر د پراختیا پروژې کار د هېواد ولسمشر له خوا منظور شوی دی څو دغه هوايي ډګر د نړیوالو ډګرونو په منځ کې راشي.

د ټرانسپورټ او مُلکي هوايي چلند وزیر محمدالله بتاش وايي، ډېر ژر به د نوموړي ولایت د هوايي ډګر رنوې کرښې د پراختیايي پروژې کار پيل شي، څو په دې ډګر کې لویو بار وړونکو او مسافر وړونکو الوتکو ته د ناستې او الوتنې زمینه برابره شي.

ښاغلی بتاش وايي:

"د کندز د هوايي ډګر پروژه د ولسمشر له خوا منطور شوې ده چې دغه میدان به د نړیوالو ډګرونو په سټندرد ورغول شي او له کبله به یې دغه ډګر په یو سوداګریز او اقتصادي مرکز تبدیل شي همدارنګه د شمال ‌ختیځ ولایتونو خلک به وکولاي شي له همدې ډګر څخه د حج ادا کولو په منظور بیت الله شریف ته تګ را تګ وکړي."

بتاش زیاتوې چې د دغه ډګر له پراختیا سره به نوموړی ډګر د سیمې او هېواد په کچه په یو سوداګریز او اقتصادي مرکز تبدیل شي.

په همدې حال کې د کندز د هوايي ډګر امر سید انور سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا مهال د نوموړي ډګر په نوې ترمینل باندې په چټګې سره د رغونۍ کار روان دی او د دې ترمینل له ګټې اخیستو سره به د شمال ‌ختیځ ولایتونو اوسېدونکو ته ډېرې استانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"د نوي ترمینل جوړېدل د شمال ‌ختیځ ولایتونو خلکو لپاره یو ښه زیری دی، ځکه د دغه ترمینل له پرانېستو سره به خلکو او سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي همدارنګه وروسته له دې به د کندز، تخار، بغلان او بدخشان خلک وکولاي شي چې له همدې هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د حج مراسمو ادا کولو په خاطر سفر وکړي."

سادات همداراز وویل چې د دې ډګر له پراخېدو سره به دولت د کال ډېر عواید ترلاسه کړي، ځکه نوموړی هوايي ډګر په یوې مهمې سوداګریزې او اقتصادي سیمه کې موقعیت لري.

هغه وايي:

"که دغه میدان په نړیوالو معیارونو ورغول شي او ښه تجهیز شي، نو هغه مهال به موږ هم داخلي او هم بهرنۍ الوتنې ولرو او ترڅنګ به یې بهرنیان هم شمال ‌ختیځ ولایتونو ته تګ راتګ پیل کړي او له رغېدو وروسته سوداګر هم کولاي شي خپل سوداګریز توکي له دې ډګر څخه بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړي."

بلخوا د کندز ولایت اوسېدونکي هم ډېر خوشحاله دي چې د دې ولایت د هوايي ډګر د رنوې کرښه پراختیا مومي او ورته نوی ترمینل جوړېږي.

له دوی څخه یو تن میرویس خان داسې وايي:

"موږ ډېر خوشحاله یو چې د هوايي ډګر لپاره نوی ترمینل جوړېږي چې نه یوازې د کندز خلکو ته بلکه د شمال ‌ختیځ ولایتونو ټولو خلکو ته یو ښه زیری دی او د دې ډګر له رغولو سره موږ وروسته له دې کولاي شو چې له همدې ډګر څخه بیت الله شریف ته د حج ادا کولو لپاره تګ را تګ وکړو."

د کار پوهانو په وینا چې د کندز هوايي ډګر په یوې مهمې او استراتېژیکي سیمه کې موقعیت لري چې له رغولو سره به یې خلکو ته ډېرې استانیاوي برابرې شي همدارنګه دولت ته به د عواید یوه ښه سرچېنه هم جوړه شي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG