د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۰

"هیله من یم چې په ټاپي پروژه کې ښکیل لوري له یو بل سره همکاري وکړي"


د پانګونې د ملاتړ ادارې پخوانی مشر او اقتصادي کارپوه وفي الله افتخار
د پانګونې د ملاتړ ادارې پخوانی مشر او اقتصادي کارپوه وفي الله افتخار

اقتصادي کارپوهان د ټاپي پروژه د افغانستان پاکستان هند او ترکمنستان لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه د اړیکو په ښه والي او همکارېو کې مهمه بولي.

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې پخواني مشر او اقتصادي کارپوه وفي الله افتخار ازادي راډیو ته وویل هیله ده چې په دې پروژه کې ټول ښکیل لوري د هغې د ګټو په اړه پوه شي او په عملي کیدو کې یې له یو بل سره همکاري وکړي.

له ښاغلي افتخار سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې دا پوښتنه مطرح کړې چې ټاپي به د دې پروژې ښکیلو هېوادونو ته څومره ګټوره تمامه شي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG