د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

په کاري چاپېریال کې د اسانتیا د رامینځته کولو لپاره مقرره ترتیب شوې


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ اوسمهال په هېواد کې شاوخوا یوعشاریه نهه میلیونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

د دې وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ په په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل؛ دوه سوه څلورڅلوېښت داسې کارونه یې په نښه کړي چې د ماشومانو او لویانو روغتیا او جسمي او ذهني وضعیت ته زیان رسولی شي.

دوې وویل، د دې ستونزې د کمولو لپاره یې یوه مقرره ترتیب کړې چې له پلي کیدو سره به یې د ماشومانو او لویانو په کاري چاپېریال کې اسانیتاوې رامینځته شي.

د یادې مقررې د پلې کولو تفاهمنامه د کار او ټولنیزو چارو او د عامې روغیتا د وزارتونو د مرستیالالنو احمد شاه صالحي او ډاکټرې ناجیه طارق ترمینځ لاسلیک شوه.

د کار اوټولنیزو چارو د وزارت مرستیال صالحي وویل:

"د هغو کارګرانو لپاره چې په شاقه کارونو بوخت دي او روغتیا ته زیان رسیږي؛ لړ امتیازونه په پام کې نیول شوي دي. په یوه اوونۍ یې د کار ساعتونو له څلېیښتو څخه دېرشو ته کم شوي؛ دروغیتا لپاره یې اضافي تنخوا، کلنۍ تفریحي رخصتي یې له شلو ورځو څخه دېرشو ته لوړه شوي او د کار په چاپیریال کې ورته د درملنې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي."

مسوولینو وویل، په دې کارونو کې د کانونو کیندنې؛ د مخابراتو په سیسټمونو کې کار کول، ساختمانی چارې، خښتې اچول، زهري کارونه، د برېښنا چارې، په فابریکو کې کار، قالینې اوبدل، د ماشومانو له توان څخه پورته درانده کارونه او داسې نور شامل دي.

د کار او ټولینزو چارو وزارت چارو اکو وویل؛ یاده مقرره به د حکومت له اړوندو ارګانونو او خصوصي سکتور سره هم شریکه شي چې له پلي کولو سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا د وزات مرستیالې ناجیه طارق ژمنه وکړه چې د مقرري د موادو له پلي کولو سره به روغتیا یې مرستې وکړي:

"دا مقرره له موږ سره مرسته کوي چې له شاقه کارونو څخه د پېښېدونکو ناروغیو سطح ټیټه کړو او لازمه یې وګڼو چې د دوی روغتیایي وضعیت؛ چاپيریال او د کارڅرنګوالي ته پام وکړو."

افغان کارګر وايي، په هېواد کې بېکارۍ او اقتصادي ستونزو اړ کړي چې هرډول شاقه کارونه وکړي.

یو ماشوم عبدالظهور چې د کابل ښار د لومړیو مکروریانو په سیمه کې یې په یوې ساختماني پروژه کار کاوه او د سمنټو درنې بورۍ یې په سختې سره له یوې سیمې بلې ته لیږدولي ازادي رادیو ته وویل؛ دغه دروند کار یې له وسې پوره نه دی؛ خو د کورنۍ اقتصادي ستونزو اړ کړی چې ترسره یې کړي:

"اوه بوجۍ سمینټ په دېرش افغانۍ راوړو؛ ډېر درانه دي، زما له توان څخه پورته دي، خو غریبي ده، مجبور یو چې کار وکړو.

د سهار له اوو بجو څخه د ترماښامه پورې کار کوم. مخکې یې درې بوجۍ راپه شاه کولې ما ورته ویل دوه بس دي."

په افغانستان کې بېکاري په یوې لویې ستونزې اوښتې او راپورونه وايي چې په دې وروستیو کې دغه ستونزه له یوې نه بلې ته مخ په زیاتېدو ده.

افغان کارګران وایي، دوی ته تراوسه د کار په چاپیریال کې هېڅ ډول معیارونه او اسانتیاوې په پام کې نه دي نیول شوي او دوی هم د مجبورۍ له مخې هرډول شاقه کارونه ترسره کړي او ترسره کوي یې.

خو افغان چارواکي وايي، د دې مقررې له پلې کېدو سره به؛ کارګرو ته اسانتیاوې رامینځته شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG