د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

"ښاغلی نبیل د پاکستان په غوښتنه استعفا ته نه دی اړ شوی"


افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یوې خبري غونډه کې د دغو تورونو په ځواب کې چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د پاکستان حکومت په غوښتنه استعفا ورکولو ته اړ شوی دی، دغه تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې د دغه ډول تورونو لګول ملي خیانت دی او د اشخاصو بدلون په یوه نظام کې معمولي خبره ده.

خو د ولسي جرګې ځيني غړي بیا وایي چې رحمت الله نبیل د فشارونو په نتیجه کې استعفا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني وایي، هېڅ بهرني هېواد ته به دا اجازه ورنه کړل شي چې په نظام کې د ټاکنو په برخه کې مداخله وکړي.

ولسمشر غني په نوموړې غونډه کې د ملي امنیت د مخکېني رییس رحمت الله نبیل استعفا ته په اشارې سره وویل، هر هغه څوک چې فکر کوي چې په غوښتنه به یې ولسمشر له امنیتي ارګانونو کوم څوک لیرې کړي، نو سل کلنې جګړې ته دې تیاری ونیسي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"هر څوک چې دا فکر لري چې د افغانستان ولسمشر یا د امنیت شورا یا هر غړی د دې دولت به یو چا ته اجازه ورکړي چې ورته و وایي یو غړی له امنیتي ارګانونو لیرې کړي، سل کاله جنګ لپاره دې تیاری ونیسي."

ښاغلي غني همدا راز وویل، د اساسي قانون له مخې ولسمشر د یوه حکومتي چارواکي د استعفا د منلو او یا ردولو حق لري او ټینګار یې وکړ چې ملي امنیت باید یو غیر سیاسي بنسټ وي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي نبیل استعفا یو ورځ وروسته له دې ومنله چې په اسلام اباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سولې د پروسې پر بیا پيلولو خبرې وکړې.

ویل کېږي چې ښاغلي نبیل د پاکستان په وړاندې د ولسمشر غني له ځینو پالیسیو سره اختلاف درلود او ظاهراً یې په همدې خاطر استعفا کړې ده.

د نوموړي پر ځای د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال مسعود اندرابي د ملي امنیت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

خو د ولسي جرګې ځيني غړي بیا د رحمت الله نبیل د استعفا د عواملو په اړه ځینو نورو مسایلو ته اشاره کوي.

د دغې جرګې د کورني امنیت کمېسیون مرستیال عبدالحی اخند زاده وایي چې پر ښاغلي نبیل د حکومت له خوا محدودیتونه لګول شوي و او دې کار نوموړی استعفا ته اړ کړ.

ښاغلي اخندزاده زیاته کړه:

"له هغې ورځې څخه چې د پاکستان او د امنیت شورا په نمایندګي چې اتمر صاحب دی، استخباراتي تړون لاسلیک شو، له هغې راهیسې د رحمت الله نبیل او امنیت شورا تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته شوه. نو دغه مشکلات وو چې پر نبیل صاحب فشارونه زیات و، د ده صلاحیت ډېر کم شوی و. پر ده باندې د ریاست جمهوري څخه ډېر حدود لګول شوي و. نو دی دې ته مجبوره شو چې باید استعفا وکړي."

نوموړی د افغانستان پر کورني او سیاسي وضعیت باندې د رحمت الله نبیل د استعفا منفي اغېزې ته اشاره کوي او وایې چې ولسي جرګه به هم په دې برخه کې خپل نظر څرګند کړي.

رحمت الله نبیل د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت یوازینی لوړ پوړی چارواکی و چې پر خپله څوکۍ پاتې و چې د ولسي جرګې د ځينو استازو په خبره د افغانستان د امنیت په برخه کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG