ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې د کار پيلولو د پرانېستې مراسم به راتلونکې يکشنبې د ډسمبر په ديارلسمه په ترکمنستان کې ترسره شي.
تمه کېږي ولسمشرغني به هم په دغو مراسمو کې برخه اخلي.
ولسمشر غني نن ويلي چې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ په همکاريو کې چټک پرمختګ شوی.
د اټکل له مخې، د ټاپي پروژې له پیلېدو سره به په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو ته کار پیدا شي.
د ټاپي پروژې ساختماني کار به د راتلونکي يکشنبې په ورځ پیل شي.
دا اعلان د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په يوه خبري کنفرانس کې نن وکړ.
ده د خپلې وينا پر مهال وويل:
"نړۍ ته مو واضح کړه چې افغانستان په ټول سرعت سره د منځنۍ اسيا سره د همکاريو په حال کې دی. سبا نه بل سبا، انشاالله، د ټاپي پروژې د بنسټ ډبره ايښودل کيږي. موږ له لسو کلونو زیاته موده ورته سترګې په لاره وو. ترکمنستان د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره پراخ اقدامات پيل کړي دي چې د خپل سفر وروسته به هم درته تشريحات درکړم."
ترکمن ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني يوه مياشت وړاندې د ټليفوني خبرو پر مهال موافقه وکړه چې د طبیعي ګازو د پايپ لاین پروژې د جوړولو کار به پيل شي.
د راپورونو له مخې، د دغو خبرو پر مهال ولسمشر غني د ولسمشر بيردي محمدوف بلنه ومنله چې افغان ولسمشر ترکمنستان ته ولاړ شي او د ډېسمبر په ۱۳مه نېټه چې راتلونکې يکشنبه ده، د ټاپي پروژې د پرانېستلو په مراسمو کې برخه واخلي.
د ګازو د انتقال پایپ لاین به له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته وغځول شي.
د ترکمنستان د دولتي رسنۍ په وینا د ټاپي پروژې پایپ لاین به هر کال د ۳۳ میلیارډه متر مکعب ګازو د لېږدېدو وس لري.
دغه پایپ لاین ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومټره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.
د ټاپي پروژې له پیلېدو سره به په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو ته کار پیدا شي او همدا راز به افغانستان د دې پروژې له بشپړېدو وروسته هرکال ۳۰۰میلیونه ډالره د ټرانزیټ له درکه ترلاسه کوي.