ټاکل شوې ده د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير له افغان ولسمشر او اجراييه ريس سره وګوري.
انټوني بلېنکن تر دې مخکې پرون د پاکستان د پوځ له مشر راحيل شريف سره هم کتلي. بلېنکن په اسلام اباد کې د اسيا زړه په کنفرانس کې هم برخه واخېسته.
د امریکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير پرون کابل ته ورسېد. ټاکل شوې ده، دی نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراييه ریس عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وويني.
دا له هغه وروسته چې ده په اسلام اباد کې روانه اوونۍ په اسيا زړه کنفرانس کې برخه واخېسته.
تر دې مخکې پرون ماښام انټوني بلېنکن د پاکستان د پوځ له مشر راحيل شريف سره هم کتلي. د دوی د خبرو تمرکز په افغانستان کې د سولې پر موافقه وو. په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې په خاطر د سولې بهير پر پيلولو موافقه کړې ده.
د دوی په وينا په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د اعلاميې له مخې، په دغه کتنه کې د پاکستان لپاره د امریکا نوی سفير ډېويډ هېل او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ريچارډ اولسن هم شامل وو.
د دوی تر منځ دا غونډه دوه ورځې وروسته له هغه شوې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سولې په اړه د اسيا زړه کنفرانس وشو.
په همدې حال کې پاکستان د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې د اقداماتو ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضریږي.
د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف دا ژمنه د چهار شنبې په ورځ د اسيا زړه کنفرانس په وروستۍ ورځ د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې وکړه.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:
"د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې به د هغو طالبانو او افراطي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې نه غواړي زموږ سره مذاکره وکړي."
د راپورونو له مخې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه دوه اوونۍ وروسته پيل شي خو د دې بهير د پيل نېټه لا تر اوسه نه ده معلومه.