د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

علما دې په کورنیو کې د مینې زیاتولو لپاره جوماتونو کې تبلیغ وکړي


د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرضد مبارزه، د ده په لومړیتوبونو کې ده خو له دیني عالمانو هیله ده چې د کورنیو تر منځ د مینې او محبت د زیاتېدو لپاره، په جوماتونو کې تبلیغ وکړي.

ښاغلي عثماني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د بشر د حقونو د نړیوالې ورځې د لمانځلو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځېني کمپاین د پاې ته رسېدو پر مهال وویل، د جمعې د لمانځه خطبې باید د حقایقو پر وړاندې د خلکو ذهنونه روښانه کړي.

ښاغلي عثماني زیاته کړه:

"یو له اقداماتو څخه چې کوو یې او له دیني عالمانو څخه یې غواړو، هغه دا دی چې موږ باید د خلکو په زړونو کې د مینې او محبت تخم وکرو، د جمعې د لمانځهخطبې باید خلکو ته هیلې ورکړي. ناوړه دودونه تشریح او د دین پر وړاندې ناسم ذهنیت اصلاح کړو. موږ باید له لږو امکاناتو څخه هم ګټه واخلو او هغه پوښتنې چې ښځې یې له عالمانو لري، ځواب شي."

ښاغلي عثماني وویل، په پام کې لري د مبلغو ښځو یو ګروپ وګماري چې په اسلام کې د ښځو دریځلاروښانه کړي.

دې وزارت پخوا تر دې هم له دیني عالمانو غوښتې و چې په اسلام کې دې د ښځو حقونه خلکو تهتشریح کړي.

د افغان مېرمنو شبکه وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دې کمپاین په موده کې ورمعلومه شوه چې په زوره ودول، په سیاسي فعالیتونو کې د ښځو د ونډې کموالی، جنسي تېري، کورنی تاوتریخوالی، صحرایي محاکمې او داسې نورې ناخوالې هغه څه دي چې د دې هېواد ښځې ورسره مخ دي.

د دې شبکې غړو "د ښځو له حقونو سرغړونه د بشر له حقونو سرغړونه ده" تر شعارلاندې له حکومته وغوښتل چې د تاوتریخوالي پر وړاندې دې پرېکنده عمل وکړي.

روبینا همدرد وویل:

"د ارګانونو ژمنې لرو او هیله مندې یو زموږ غوښتنې به ومنل شي، موږ د ښځو د سنګسار، صحرايي محاکمو او په مجموع کې د تاوتریخوالی مخالفې یو. بیاهم د مسؤلینو پام را اړو څو د دې ستونزې اوارۍ ته زیاته توجه وکړي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د جزا پر وړاندې د معافیت فرهنګ، په ګڼو قضیو کې د قومي مخورو مداخلې، عدلي ارګانونو ته د ښځو نه لاسرسی او داسې نور هغه څه دي چې په هېواد کې یې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG