د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

اسلام په نړۍ کې تر ټولو په تېزۍ سره خپرېدونکی مذهب


په ټوله نړۍ کې په ډېر سرعت سره زياتېدونکی هذهبي شمېر د مسلمانانو دی. که څه هم د مسلمانانو نفوس مخ پر زياتېدو دی او دوی له يوې سيمې بلې ته کډې کوي او د داعش په شان سخت دريځې ډلې له راپورته کېدو وروسته هم ګڼ شمېر خلک د مسلمانانو په اړه نه پوهيږي او ډېری امریکايان وايي چې د اسلام په اړه ډېر معلومات نه لري.

په وروستيو کلونو کې د "پيو" څېړنيز مرکز له څېړنو څخه چې د مسلمانانو په اړه يې کړي؛ يو څو مهم ټکي دا دي.

مسلمانان يوازينی مذهبي ګروپ دی چې اټکل شوی د ټولې نړۍ د نفوس په پرتله به په سرعت سره زيات شي.

د راپور له مخې، له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې د مسلمانانو په نفوس کې د نړۍ پر کچه ۷۳ فيصده اضافه اټکل شوې ده. دوهم لوی مذهبي ګروپ عيسويان دي چې د اټکل له مخې يې نفوس ۳۵ فيصده زيات شوی دی.

د ۲۰۱۰م کال د شمېرو له مخې، په ټوله نړې کې يو اعشاريه شپږ مليارده مسلمانان اوسي چې د نړۍ د ټول نفوس شا او خوا ۲۳ فيصده جوړوي.

که څه هم اسلام د نړۍ پر کچه د عيسويت وروسته دوهم لوی مذهب ګڼل کيږي؛ خو اسلام د نړۍ تر ټولو په سرعت سره خپرېدونکی مذهب دی.

د راپور له مخې انډونيزيا اوسمهال د نړۍ يوازینی هېواد دی چې په کې تر ټولو زيات مسلمانان ژوند کوي؛ خو د اټکل له مخې، به هندوستان دغه ځانګړتيا ولري.

د اټکل له مخې، هندوستان به په ۲۰۵۰م کال کې شا او خوا درې سوه میليونه مسلمانان لري چې له هندواڼو وروسته به د دغه هېواد دوهم لوی مهذبي ګروپ وي.

د اټکل له مخې، په ۲۰۵۰م کال کې به د اروپا ۱۰ فيصده نفوس مسلمانان وي. په امريکا کې اوسمهال شا او خوا يو فيصد بالغه نفوس مسلمانان دي او په دغه هېواد کې د ټولو عمرونو مسلمانان ۲.۷۵ میليونه نفوس لري.

د نړۍ پر کچه د مسلمانانو نفوس ولې مخ پر زياتېدو دی؟

د اسلام د اټکل شوي خپرېدو تر شا دوه وجوهات په ګوته شوي.

يو دا چې مسلمانان زيات کوچنيان زېږوي. د نړۍ پر کچه، هره مسلمانه ښځه په اوسط ډول ۳.۱ کوچنيان لري. دا د نورو ټولو مذهبي ګروپونو په پرتله دی چې ۲.۳ کوچنيان زېږوي.

دوهم: د ۲۰۱۰م کال د شمېرو له مخې؛ مسلمانان د نړۍ د نورو مذهبي ګروپونو په پرتله تر ټولو کم عمره نفوس لري.

د هر مسلمان عمر په اوسط ډول د نورو مذهبي ګروپونو د غړيو تر عمرونو اووه کاله کم دی. په دې توګه دغه ځوان مسلمانان به ډېر ژر نور کوچنيان زېږوي چې د مسلمانانو د نفوس په زياتوالي کې ونډه لري.

د سخت دريځو ډلو لکه داعش په اړه مسلمانان څه فکر کوي؟

د پيو څېړنيز مرکز د شمېرو له مخې؛ په مسلمانو هېوادونو کې ګڼ شمېر خلک د داعش په اړه منفي نظر لري چې په کې په سروې کې برخه اخيستونکي د لبنان او اردن ۹۴ فيصده وګړي هم شامل دي.

په يو شمېر هیوادونو کې خلک نه غواړي د داعش په اړه خپل نظر څرګند کړي چې په سروې کې د پاکستان ۶۲ فيصده برخه اخيستونکي شامل دي.

د داعش په اړه په نايجريا کې ۱۴ فيصده د سروې برخه اخيستونکي مثبت نظر لري. په نورو هېوادونو کې ځيني برخه اخيستونکو ويلي چې د تروريستي ډلو کارونه د توجيه وړ دي.

په دې خلکو کې د افغانستان ۳۹ فيصده، د فلسطين ۴۰ فيصده او د مصر ۲۹ فيصده برخه اخيستونکي په دې نظر دي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې شا او خوا ټولو برخه اخيستونکو چې ۹۹ فيصده راځي؛ ويلي چې شرعيت بايد د هېواد رسمي قانون وي. ۹۱ فيصده عراقيان او ۸۴ فيصده پاکستانيان هم په همدې نظر دي.

XS
SM
MD
LG