د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

د کندهار پر هوايي ډګر حمله کې ۳۷ کسان وژل شوي


د کندهار پر هوايي ډګر حمله کې د مرګ ژوبلې شمېر کابو ۸۰ تنو ته رسېدلی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری وایي چې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د وسله والو طالبانو په برید کې ۳۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

دی پر دې خبرې له ټینګار سره چې لاتر اوسه هم نښته روانه ده؛ وايي چې د وژل شوي او ټپیانو په ډله کې سپين ږیري او ماشومان هم شتون لري.

ښاغلي وزیري ازادي راډیو ته وویل چې ۱۱ تنه وسله والو طالبانو د تېرې ورځې په مازیګر د کندهار ولایت هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه ښوونځي او بازار برید وکړ.

هغه زیاته کړه:

"تر اوسه ۹ تنه برید کوونکي وژل شوي؛ یو تن ټپي شوی او یو تن بل لاتر اوسه هم مقاومت کوي."

وزیري زیاتوي چې له دغو وسله والو څخه یو اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا افغان پوځیانو ته زیان رسېدلی دی؟ وايي چې د دغې پېښې په اړه له څېړنو وروسته به لازیات جزئیات د رسنیو په واک کې ورکول شي.

ښاغلي وزیري دې ته په اشارې سره چې کېدای شي؛ وسله والو مخالفینو غوښتل څو د هوايي ډګر پر تأسیساتو حمله وکړي؛ وویل، افغان پوځیانو اجازه نه ده ورکړې چې نوموړي ډګر ته ننوځي.

په ورته وخت کې ښاغلي وزیري په دې اړه چې ولې دغه برید دوام وموند وویل:

"وسله والو مخالفینو پر یوې استوګنیزې سیمې حمله کړې ده او د دې لپاره چې ملکي کسانو ته زیان ونه رسېږي او سلګونه کسان ونه وژل شي او له مرګ ژوبلې څخه مخنیوی وشي؛ زموږ قوتونه په احتیاط سره مخ ته ولاړل."

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار ولایت کې امنیتي چارواکو د ازادي راډیو خبریال ته په سیمه کې ویلي دي چې د هغو وسله والو شمېر چې د دې ولایت پر هوايي ډګر یې برید کړی؛ ۱۴ تنو ته رسېږي.

وسله والو طالبانو د دغې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده او ادعا کوي چې په دغه برید کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېر دولتي تأسیسات یې ویجاړ کړي دي.

راپور: تلاش

XS
SM
MD
LG