د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

"هيله ده پاکستان د افغان سولې په پروسه کې رېښتینې مرسته وکړي"


د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني داعش وسله واله ډله د سيمې لپاره يو جدي ګواښ وباله او ټينګار يې وکړ چې سيمه ييز هېوادونه دې په همغږۍ او تفاهم د دغې ډلې په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات وکړي.

نوموړى وايي چې افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي او هېله من دى چې پهنږدې راتلونکي کې به دا لړۍ پيل شي او پاکستان به په کې له افغان دولت سره صادقانه مرسته وکړي.

صلاح الدين رباني دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره يوځاى د اسيا زړه کنفرانس په پاى کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وکړې.

ښاغلي رباني همداراز په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د اسيا زړه کنفرانس کامياب وباله او ويې ويل چې د کنفرانس غړو او ملاتړو هېوادونو په سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي؛ اقتصادي پرمختګ او يو لړ نورو موضوعاتو مهمې خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د اسټانبول پروسې اسيا زړه کنفرانس پاى ته ورسېد چې د نورو هېوادونو د استازو په ګډون په کې د افغانستان ولسمشر او د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې هم ګډون کړى و.

د خبري غونډې په اوږدو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دغه کنفرانس او د کنفرانس په حاشيه کې چين، پاکستان، امريکا او افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې او هيله يې وښوده چې ښايي په نږدې راتلونکي کې دا پروسه بېرته پيل شي:

"موږ يو ځل بيا د پاکستان له ټولو مشرانو نه مستقيماً واورېدل او اميدار په رتلونکي ورځو کې به د سولې په پروسه کې له افغانستان سره صادقانه همکاري کوي او موږ اميدار يو چې يوې نتيجې ته به ورسېږو."

نوموړي همداراز په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د زياتېدونکي نفوذ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې دا ډله نه يواځې د افغانستان؛ بلکې د ټولې سيمې لپاره يو جدي ګواښ وباله:

"داعش صرف افغانستان لپاره محدود نه دى؛ زما په خيال نن داعش په منطقه کې جدي خطر دى او موږه غواړو چې د نورو ترورېستي ګروپونو په خلاف يوځاى او متحد حرکت وشي؛ موږ غواړو چې د داعش او کوم نور نوي ترورېستي ډلې چې پيدا شوي دي؛ نو د منطقې له ملکونو سره يوځاى د دغو ګروپونو په خلاف مبارزه شروع کړو."

په عين حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې د اسيا زړه کنفرانس ګډونوالو په سيمه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د مخنيوي؛ د اقتصادي او سوداګريز اړيکو او د تعليم په پراختيا او همداراز د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عزيز همداراز وويل چې د کنفرانس ټولو ګډونوالو د افغانستان د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د ملاتړ ډاډ ورکړ:

"د اسيا زړه کنفرانس ګډونوالو هم د افغانستان د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې د پروسې په بېرته پيل کې د مرستو ډاډ راکړ.

موږ همدراز په دې متفق شو چې افغان کډوالو بايد په درناوي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او نړېواله ټولنه دې هغوى ته په خپل هېواد کې د بېرته ځاى پر ځاى کېدنې او استوګنې زمينه برابره کړي."

عزيز زياته کړه چې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا چارواکو تر کنفرانس وروسته سره ليدلي خو د دغې ليدنې په اړه يې نور توضيحات ورنه کړل.

په اسلام اباد کې د اسټانبول پروسې يا اسيا زړه د هېوادونو دا پېنځم کنفرانس و چې په پاى کې يې د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج په راتلونکي ٢٠١٦م کال په نوي ډهلي کې د دغې پروسې د شپږم کنفرانس د کوربه توب اعلان وکړ.

د يادونې وړ ده چې د کنفرانس په دويمه ورځ د غونډې ګډونوالو په خپل وار دغې کنفرانس ته ويناوې وکړې او د سيمې د امنيت او سولې لپاره يې په افغانستان سوله او ثبات مهم وباله.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG