فنلنډ وایي، دغه هېواد ته ورتلونکي پناه غوښتونکي باید په وړیا توګه کار وکړي.
د فنلنډ حکومت د کډوالۍ په برخه کې د خپلې پالیسۍ د سختولو په هدف دغه ډول اقدامات پیلوي.
دغه هېواد په پام کې لري د افغانانو په ګډون د پناه غوښتونکو د اصلي هېوادونو وضعیت په کال کې دوه ځله وارزوي او د اړتیا په صورت کې د هغو لپاره د اوسیدو جواز لغو کړي.
د فنلنډ صدراعظم جوها سیپیلا Juha Sipila د سه شنبه په ورځ ویلي هغه کسان چې دې هېواد ته د پناه غوښتنې لپاره ورځي باید په وړیا ډول کار وکړي.
دغه اقدام د پناه غوښتنې لپاره د هغه هېواد د پالیسۍ د لاسختولو په هدف ترسره کیږي.
د فنلنډ حکومت وایي، له دې وروسته به د پناه غوښټونکو د اصلي هېوادونو وضعیت په کال کې دوه ځله ارزول کیږي او که یې اړتیا وي نو د هغو هېوادونو د وضعیت په کتو سره به د پناه غوښتوکو د اقامت جواز لغو کړي.
دغه هېواد زیاتوي د افغانستان د وضعیت د وروستۍ ارزونۍ وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې دوی به نور هغو کسانو ته خوندیتوب ورنه کړي چې ادعا کوي د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د مرګ یا ځوروني له ګواښونو سره مخامخ دي.
د هلسنګي حکومت وایي، دوی به د هغو کډوالو د بیرته ستنولو چارې ګړندۍ کړي چې د دوی پر شرایطو برابر نه وي او اټکل کوي چې دوه په درېیمه برخه کسان به رد کړي.
حکومت ویلي، دوی به هغو پناه غوښتونکو ته چې عمرونه یې کار کولو ته برابر وي هغه ډول کارونه ورکړي چې دوی سره به د ناهیلۍ په کمولو کې مرسته وکړي.
د هغه هېواد د کار وزیر وایي:
"دا به حتماً د پیسو په مقابل کې کار نه وي. هرڅومره چې خلک ټنبل پاته شي دوی به لاډیر ناهیلي وي."
دغه راز د فنلنډ حکومت په پام کې لري چې د هغه هېواد د کلتور او ټولنې په اړه به معلومات خپاره کړي چې په هغو کې به د ښځو او ماشومانو حقونه برجسته شوي وي او ټولو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي. له دې وروسته هیڅ څوک نه شي ویلي چې له دې حقونو څخه خبر نه وو.
تردې وړاندې ناروې هم د افغانانو لپاره اعلانونه خپاره کړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې هغه هیواد ته د پناه لپاره ورنه شي.
د افغانستان د حکومت په وینا سږ کال شاوخوا ۱۴۰ زره افغانان د اروپايي هېوادونو په نیت له افغانستانه وتلي دي.