کندهار: ډله ییزه حمله د دوو حمله کوونکو په وژلو پای ته ورسیده
چارواکي وايي، د کندهار ښار په نهمې امنېتي حوزې حمله د دوو حمله کوونکو په وژلو سره د شپې ۱۱ بجې پای ته ورسېده. د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماخوستن دوه حمله کوونکي چې په کلاشینکوفونو او لاسي بمونو سمبال وو، پر یادې حوزې حمله وکړه. ویډیو او راپور:محمدصادق رښتینی