د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د ملا اختر محمد منصور د غږیز پيغام د کره والي په اړه شک


د طالبانو یو شمېر سرچینو د هغه غږیز پیغام په کره والي شک څرګند کړ چې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصورد ژوندي پاتې کېدو د ثبوت لپاره خپور شوی دی.

افغان چارواکي وایي، په دې اړه څېړنه کوي چې ایا خپور شوی غږ د طالبانو د مشر دی او که نه؟

طالبانو دغه د ۱۶ دقیقو غږیز پیغام د شنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغې خپور کړ چې د استخباراتو او وسله والو مخالفینو د ګڼو سرچینو په حواله د ملا اختر محمد منصور د مړینې راپورونه ورکړل شوي و.

ویل شوي چې نوموړی د تېرې سې شنبې په ورځ په پاکستان کې په ډزو کې ټپی شوی و چې وروسته یې ساه ورکړه.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو په لیکو کې یو شمېر لوړپوړو مشرانو چې د هغه له مشرتابه سره یې مخالفت څرګند کړی پر دغه غږیز پیغام شک ښودلی دی.

د طالبانو یوه لوړپوړي مشر فرانسپرس ته ویلي چې د ده په باور دغه غږ جعلی دی او ګومان کوي چې هغه مړ دی. دغه مشر چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي چې دغه غږ د دې لپاره خپور شوی چې د طالبانو ډله د نوي مشر د ټاکلو لپاره زیات وخت لري او دغه ډله له دغه ناببره ټکان څخه بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.

هغه ویلي چې موږ په دې اړه نورو شواهدو ته اړتیا لرو.

د طالبانو یوې بلې سرچینې دې آژانس ته ویلي چې دغه غږیز پیغام د ده قناعت نه شي حاصلولی چې ګواکي ملا اختر محمد منصور ژوندی دی او دریم یې هم ویلي چې منصور د ټپونو له امله د تېرې پنجشنبې په ورځ ساه ورکړه.

هغه کس چې وایي منصور دی، په خپاره شوي غږیز پیغام کې وایي چې دی دغه پیغام د دې لپاره خپروي چې ټول په دې پوه شي چې دی ژوندی دی.

په پیغام کې دی وایي چې له هېچ چا سره یې جګړه نه ده کړې، نه غونډه جوړه شوې او دی کلونه د پاکستان کوټې ته نېږدې کوچلاخ سیمه کې نه و. د ده په وینا دا ټول د دښمن تبلیغات دي.

له دې مخکې د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند او رسنیز سلاکار سلطان فیضي په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور لومړی ټپي او وروسته مړ شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل چې تر اوسه دا غږیز پيغام نه تائید او نه هم ردولی شي خو په دې اړه څېړنه کوي.

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی چې د طالبانو چارې له نېږدې څاري وایي، خپور شوی غږ د منصورغږ ته پاتې کېږي او دی ګومان کوي چې هغه به د منصور وي خو پوښتنه داده چې ولې دغه غږیز پیغام په ځنډ خپرېږي.

یوسفزی وایي، د ملا اختر محمد منصور د مړینې د خبر له خپرېدو پنځه ورځې تېرېږي او که دغه پیغام مخکې خپور شوی وای اغېزه به یې زیاته وای.

د طالبانو د مشر د مړینې خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو مسئله په دې وروستیو کې بیا توده شوې ده.

هغه خبرې چې یو ځل مخکې په روان کال کې د پاکستان په مري کې ترسره شوې وې خو دوهم دور یې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې د خبر په خپرېدو سره په ټپه ودرېد.

اسلام آباد چې بیا یې په دې اړه هڅې تېزې کړي، دوه ورځې وروسته به د افغانستان په اړه د آسیا زړه هېوادونو کنفرانس د غونډې کوربه وي.

خو تر اوسه نه د ملا اختر محمد منصور برخلیک معلوم دی او نه هم د سولې د خبرو.

XS
SM
MD
LG