د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

قومي مشران: د ځدارڼو په لوی قوم د بې تعلیمی تیاره خوره ده


د خوست ولایت د درېیو ځدارڼ میشتو ولسوالیو نادرشاه کوټ، سپېرې او شمل دوه منده اوسیدونکي او قومي مشران وايي چې د تعلیم او روغتیا په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي چې د افغان حکومت له خوا یادو ولسوالیو ته د نه پاملرنې له کبله په دې پراخه سیمه د ناپوهۍ تیاره خوره ده او هر څوک يې چې کومې خوا ته هڅوي، دوی د هغو تر شا روان وي.

د شمل دوه منده ولسوالۍ یو تن قومي مشر حبیب ازادي راډیو ته وايي چې د دوی په سیمه کې د ښوونې روزنې له پاره لازم فرصتونه او د اړتیا وړ ښوونځي نشته.

دی زیاتوي څومره تیاره چې د ځدراڼو په پراخو سیمو خوره ده، لامل يې ناپوهي او د تعلیم نشتوالی دی:

"زموږ اصلي ستونزه دا ده چې په ټوله ولسوالۍ کې د بورګۍ په ګډون دوه ښوونځي لرو، بورګۍ ته له زمیڅې څخه او له سیدخېلو څخه چې ډېرې لیرې سیمې دي شاګردان ورځي، څومره چې په دې کلیو او منطقه کې تیاره ده دا د تعلیم له وجې تیاره ده، څوک مو چې کوم لوري ته تشویقوي موږ هغې لورې ته پسې درومو."

د ځدارڼو د یوې بلې ولسوالۍ نادرشاه کوټ یو تن قومي مشر هم په خپله سیمه کې د تعلیم او روغتیا بهیر ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

موسی جان ځدراڼ وايي چې په یاده ولسوالۍ کې د روغتون د ودانۍ له جوړولو څخه له دوو کالونو ډېره موده وشوه، خو نه د دې روغتون چاردیوالي راتاو شوه او نه يې د یو روغتون په شان خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړل:

"په نادرشاه کوټ کې یوه پنځوس بستریزه شفاخانه په ډېر لوړ قیمت باندې جوړه شوه، خو مسلکي طبي پرسونل نه ورکول کیږي، دوا درمل نه دي ورکړل شوي، بل په نادرشاه کوټ کې مکتبونه فعال دي، خو د درس، زده کوونکي او ښوونکي څارنه يې نشته، بل لوري ته ځنو خلکو هلته د نجونو په نوم ښوونځي راوړي، تشکیل او معاشونه يې شته، خو په عمل کې څه نه لیدل کیږي."

موسی جان ځدراڼ د نادرشاه کوټ د ولسوالۍ او ګېډورې د کلي تر منځ د غځیدلي سړک د رغولو اړتیا یادوي او وايي، چې په دې لاره د یادې ولسوالۍ لیرو سیمو او کلیو ته ګاډي ځي، د خلکو د تګ او راتګ لاره ده خو د خټو، لوړو ژورو او خراب حالت له لاسه پرې تګ او راتګ ډېر ستونزمن دی.

هغه زیاتوي، چې د نادرشاه کوټ د ولسوالۍ د کلیو یو شمېر خلک د نفوسو د ډېروالي له کبله اړه شوي، چې د غرونو او غونډیو ډډو ته وکوچیږي او هلته ځانونو ته نوي کورونه جوړ کړي، خو دا چې اوبه يې ژوره ده او د خلکو اقتصادي حالت خراب دی، نه دوی د څښاک اوبو د کموالي له ستونزې سره مخامخ دي.

حاجي علي خان ځدراڼ چې د سپرې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې یادوي.

دی وايي د ولسوالۍ د مرکز د روغتیايي کلینک او سرحدي سیمو تر منځ يې خواوشا دېرش کیلومتره واټن دی، چې خلک خپل ناروغان په مشکلو دې کلینک ته رسوي، همدارنګه د ولسوالۍ د عمومي او فرعي سړکونو حالت هم خراب دی:

"سپیره یوه داسې ولسوالي ده چې د شمالي وزیرستان سره په څو کیلومترۍ کې ګډ سرحدونه لري او د څو نورو ولسوالیو سره هم همسرحده ده، مګر دولت د سپیرې ولسوالۍ بیارغونې ته هېڅ توجه نه ده کړې، د سړکونو نشتوالۍ او کلینکونو ته د ډېر مزل له کبله نه رسیده ګي ځکه ځنې سرحدونه يې د ولسوالۍ له مرکز ته دېرش کیلومتره لیرې پراته دي."

بل لوري ته خوست والي حکم خان حبیبي د ولسوالیو د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته پاملرنه په خپلو مهمو لومړیتوبونو کې بولي او وايي، چې د هغو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزو ته به توجه کوي، کوم چې پخوا په کې د اړتیا وړ پرمختیايي کارونه نه دي ترسره شوي:

"چون د سیمه ییزې حکومتوالۍ اصلي په فوکس په ولسوالیو باندې دی، بناً باید ولسوالۍ تقویه شي او ښه حکومتوالي په ولسوالیو کې رامنځته شي، ډاډ درکوم په هغو ولسوالیو کې چې پرمختیايي بهیر چټک او ګړنۍ نه وو، هغو ته به زما توجه ډېره وي."

د یادونې وړ ده په ځدراڼ میشتو سیمو کې یو شمېر امنیتي ګواښونه، د خلکو له پاره د لازمو کاري فرصتونو نه شتون، د پاکو اوبو، روغتیا او زده کړو محدود او د نشت برابر امکانات هغه څه دي، چې د سپیرې، نادرشاه کوټ او شمل دوه منده ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې يې ډیرې کړي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG