د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

چتوود: دفاع وزارت د بشري حقونو څخه د ملاتړ او اداري فساد پر ضد مبارزه کې پرمختګ کړی


د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت، د قانون د حاکمیت د چارو مشر مچ چتوود وايي، د افغانستان دفاع وزارت په تېر یوه کال کې د بشري حقونو د ملاتړ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د پام وړ پرمختګ کړی دی.

جنرال مچ چتوود په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان اف کمپبل ځانګړی استازی هم دی.

دی د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سره د قانون د حاکمیت، بشري حقونو او اداري فساد د مخنیوي په اړه د ګډ کار څارنه کوي.

جنرال چتوود پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دواړو وزارتونو په تېر یوه کال کې مثبت پرمختګ کړی خو د دفاع وزارت هڅې ډېرې د پام وړ دي.

په افغانستان کې د ناټو دغه امریکايی جنرال پر بشري حقونو له تېري څخه د مخنیوي او له اداري فساد سره د مبارزې هڅې په دوو عمده برخو وویشلې.

د دې هڅو لومړۍ برخه د افسرانو او قوماندانانو روزل، پر بشري حقونو، نړیوالو قوانینو او د جګړې پر نړیوالو اصولنامو د هغوي پوهول او دوهمه برخه یې د سرغړونکو نیول او له هغوی سره قانوني حساب کول دي.

مچ چتوود په دې اړه وايي:

"زموږ د هڅو دا دوه برخې ډېرې مهمې دي او زه فکر کوم چې په تېر یوه کال کې، د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه ښه پرمختګ کړی دی. د خپلو عسکرو او قوماندانانو پر روزنه یې ښه تمرکز کړی دی."

جنرال چتوود زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې یې په درېیو ځانګړو پروګرامونو کې ګڼ شمېر افغان عسکرو او پوځي قوماندانانو ته د بشري حقونو نړیوال قوانین، د جګړې نړیوال اصول، د افغانستان قوانین او د اداري فساد پر ضد د مبارزې څرنګوالی توضیح کړي دي.

ده وویل، د افغانستان دفاع وزارت په تېر یوه کال کې له عسکرو، په جګړه کې له نیول شویو کسانو او ملکي وګړو سره د بد چلند ګڼ شمېر پېښې څېړلي او د ملي اردو په محکمه کې یې عاملینو ته سزا اورول شوې ده.

مچ چتوود دغه راز زیاته کړه:

"هغه څه چې باید نړیوالې ټولنې، افغانانو او د ملي اردو عسکرو ته ډاډ ورکړي دا ده چې دلته یو سیسټم موجود دی، فعال دی او منصفانه کار کوي او له هغو کسانو سره به چې د افغانستان د قوانینو پر ضد فعالیت کوي، مسئولانه او قانونی چلند کېږي."

د افغانستان د ملي اردو پر یو شمېر عسکرو دا انتقاد کېږي چې زیات سواد نه لري څو د بشري حقونو او جګړې د نړیوالو قوانینو په څېر پېچلي مفاهیم زده کړي.

جنرال مچ دې اندېښنې ته په اشاره سره، ازادي راډیو ته وویل چې بشري حقونو ته درناوی او د نورو انسانانو پر حق له تېري څخه مخنیوی هغه بنیادي خبرې دي چې د افغانستان په څېر مذهبي او سنتي ټولنه کې یې زده کړه اسانه ده.

XS
SM
MD
LG