د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

رشیدي: په ایران کې ځینې کړۍ غواړي د سلما بند ته چاودنه ورکړي


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د عامه محافظت چارواکي وايي، د سلما د بند د امنیت لپاره یې جدي تدابیر نیولي دي.

د دې بند کار چې له اوږدې مودې راهیسې د ناامنیو له کبله له خنډ او ځنډ سره روان دی او اوس په ورستیو پړاونو کې دی.

ځیني افغان چارواکي په ایران کې ځینې کړۍ ملامتوي چې هڅه کوي د دې بند کارونه له ستونزو سره مخ کړي.

د سلما د بد د امنیت په اړه تازه اندېښنې وروسته له هغې پیدا شوي چې د دې بند د محافظت د کنډک قومندان ولي محمد رشیدي وویل، ځواکونو یې په دې وروستیو کې سلما بند ته نژدې یو بار وړنکی موټر نیولی چې ۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد یې انتقالول.

د دې چارواکي په وینا په موټر کې د ایران د سپاه پاسدارن یونیفورمونه او څو مخابرې هم نیول شوي دي.

ښاغلي رشیدي په یوه خبري غونډه کې وویل: داسې ښکاري چې په ایران کې ځینو کړېو هڅه کوله د دې چاودیدونکو موادو په وسیله د سلما بند ته چاودنه ورکړي.

په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د عامه محافظت د معنیت د دفتر ریس جنرال عبدالرزاق سیغانی ازادي راډیو ته وویل چې د سلما د بند د خوندیتوب لپاره دوي کلک امنیتي تدابیر نیولې او چا ته به اجازه ورنه کړي چې پر بند روان کار له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

ښاغلي سیغاني زیاته کړه:

"د سلما د بند امنیتي تدابیر دا مهال ډیر ډاډمن دي. موږ اوس هلته امنیتي ستونزې نه لرو. د محافظت عامه د معینت د درې نیم سوو سرتیرو یو کنډک دا مهال هلته ددې بند ساتنه کوي."

عبدالرزاق سیغانی زیاته کړه، دوه میاشتې کیږي د سلما بند دروازه ښکته شوې او دا مهال د ۵۰ میلونه متره مربع په شاوخوا کې اوبه هم هلته زیرمه شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د عامه محافظت د معنیت د دفتر ریس جنرال عبدالرزاق سیغاني که څه په مستقیمه توګه تایید نه کړه چې ګوندې ایراني کړۍ د دې بند په وړاندې ستونزې جوړوي خو په سیمه کې یې د استخباراتي کړیو لاسوهنې ته ګوته ونیوله:

"په مجموع کې دښمن د سیمې د استخباراتو په مرسته هڅه کوي چې افغانستان کې ځیني ورانکاري فعالیتونه وکړي، امکان لري چې دا هم د همدې یوه برخه وي. خو زموږ ځواکونه د سلما د بند د امنیت لپاره بیداره دي او هغوی ته سپارښتنې شوي. هلته ټول چارواکي په دې هڅه کې دي چې امنیت بشپړ تینګ وي او هیڅ ډول ستونزې رامنځ ته نه شي ."

د سلما پر بند د هندوستان په مالي مرسته له تېرو لسو کلونو راهیسې کار روان دی چې د ناکراریو له کبله یې وخت ناوخت چارې ټکنی شوې دي.

په هرات کې ځیني افغان چارواکي او په ولسي جرګه د دې ولایت ځیني استازې ایران تورنوي چې غواړي ناکرارېو ته په لمن وهلو د دې بند د جوړیدومخه ونیسي.

دوی وايي، ایران ویره لري، که چېرې دا بند جوړ شي ، نو نه شي کولی د هریرود له اوبو د پخوا په شان استفاده وکړي.

ایراني چارواکو تر اوسه د دا ډول ادعاوو په اړه کوم عکس العمل نه دی ښودلی.

ټاکل شوې چې په راتلونکې پسرلي کې دغلته د برق د تولید توربینونه نصب شي.

XS
SM
MD
LG