د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۶

مدني فعالانې: د ښځینه پولیسو شمېر دې زیات شي


د افغانستان مدني ټولنې یو شمېر غړي د ښځینه پولیسو د شمېر د زیاتیدو غوښتنه کوي.

دوی د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو له وزارت سره په خپله دوهمه ناسته کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو اوسنی وڼده کمرنګه وبلله.

د افغانستان د مدني ټولنې فعالان وایي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو ونډه ډیره کمرنګه ده او له حکومته یې وغوښتل چې د ښځینه پولیسو پر وړتیا کمیت او کیفیت غور وکړي.

دوی د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو له وزارت سره په خپله دوهمه ناسته کې د ښځینه پولیسو څخه ملاتړـ د سولې څخه ملاتړ ترعنوان لاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو شتون اړین وباله.

د مدني ټولنې یوې فعالې ریحانه عزیزي د اعلاميي یوه برخه داسې ولوسته:

"په دې برخه کې باید ناسمې فرهنګي انګېرنې بدلې شي ،یوه ښځیه دې د کورنیو چارو وزارت د معینیت لپاره او د ریاستو او امریتونو د پوستونو لپاره د ښځو ګمارنه په جدي توګه په نظر کې ونیول شي د ښځینه پولیسو لپاره دې د زده کړې زمینه برابره شي په ټولو عامه ځایونو کې دې د تاتوریخوالي د جرایمو د څیړنې لپاره د ښځینه پولیسو یو مرکز جوړ شي."

مدني فعالان له حکومته غواړي د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د ۱۳۲۵ پریکړه لیک ته په ژمنتوب سره دې د هېواد د امنیت په تامین کې د ښځو رول په جدي ډول عمل وکړي.

دوی همدا راز د افغانستان د حج او اوقافو څخه غوښتنه وکړه چې په ټول افغانستان کې دې د ښځینه پولیسو په ملاتړ د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم د څو کلونو را په دی خوا د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو پر ډیریدو ټینګار کوي.

د معلوماتو له مخې اوس مهال ۲۷۵۱ ښځې د اجیرو او قرار دادیوانو په حیث د پولیسو په لیکو کې دندې پر مخ وړي.

حکومت په پام کې لري چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو تعداد ۵ زرو او د ۲۰۲۴ کاله پورې دغه تعداد ۱۰ زورو ته پورته کړې.

فرهنګي بې باورۍ د پولیسو په لیکو کې د ښځو د رول په اړه د پوهاوي نشتوالی، ناامني، په امنیتي بنسټونو کې مرد سالاري، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او ځیني نور هغه موارد دي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو د ګډون په وړاندې ستونزې پيدا کړي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې وروستیو کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو په برخه کې ډیر پرمختګونه شوي دي.

د کورنیو چار وزارت د تحقیقاتو او څارنې عمومي مدیرهارون نور په دې برخه کې د یوه کمپاین پر پیلولو ټینګار وکړ:

"د تېرو کلونو په پرتله په کابل او ولایتونو کې ډیر بدلونونه راغلي دي، خو په دې برخه کې باید یو ملي کمپاین ترسره شي، موږ ټول باید لاسونه سره یو کړو او کار وکړو موږ د کار لپاره د یوه غوره چاپیریال د جوړولو وعده کړې او پوره کوو یې."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چې د چهارشنبې په ورځ څه باندې ۴۷۰ تنو افغان ښځینه پولیسو د ترکیې له ښوونیز مرکزه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د چارواکو په اند دغه وزارت هڅې کوي څو د پولیسو په لیکو کې د ښځو شمېر زیات کړی او دغه موجوده اندیښنې لېرې کړي.

XS
SM
MD
LG