د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

څیړنه: په افغانستان کې لاهم فساد په لوړه سطح کې دی


په امنیتي او دفاعي برخو کې د څار د نړېوال سازمان نوې څیړنه ښيي چې په افغانستان کې فساد اوس هم په لوړه سطح کې دی.

د دې څیړنې راپور د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د شفافیت د څار د بنسټ له خوا خپور شو.

دا بنسټ وايي، له قدرته د جنګ سالارانو ګټې اخیستنې، د هېواد د امنیتي ځواکونو پر فعالیتونو ناوړه اثر کړی دی.

د دې بنسټ مسوولین له حکومت او نړېوالې ټولنې غواړي چې د فساد مخنیوي ته جدي اقدامات وکړي.

د حکومت چارواکي وايي، د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې د فساد پر ضد مبارزه وکړي.

په امنیتي او دفاعي برخو کې د شفافیت د څار نړېوال سازمان تازه څیړنه ښيي چې د نړېوالې ټولنې له څو کلونو پرله پسې مرستو سره سره، د افغانستان دفاعي جوړښت له خطر سره مخ دی.

دې سازمان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپل راپور خپور کړ.

دغه راپور کې سره له دې چې د د فاعي چارو د پياوړتیا په برخه کې یې د جمهور ريیس اشرف غني فعالیتونه ستایلي دا يې هم ویلي چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه اوس هم له فساده پاک نه دي او ځیني کسان په کې د دولت پر پیسو بهرنۍ سوداګرۍ کوي.

بل خوا د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل، د دې هېواد په امنیتي ارګانونو کې فساد، د دې ارګانونو پر فعالیتونو ناوړه اثر کړی دی.

د دې بنسټ اجرايي رییس اکرام افضلي له حکومته وغوښتل چې په دې ارګانونو کې دې د فساد مخنیوي ته جدي اقدام وکړي:

"افغانستان په دفاعي سکتور کې بیا هم د شفافیت، د حساب د ورکړې او د خطرونو د کنټرول له پلوه، په ټوله نړۍ کې په ټیټه سطح کې دی.

جدي اړتیا ده چې دا سکتورغیر سیاسي شي. کومې منابع چې باید د دې سکتور د پیاوړتیا لپاره ولګول شي، هغه د غیرقانوني وسله والو د پیاوړتیا لپاره لګول کیږي."

که څه هم افضلي د اشخاصواو ډلو نومونو یاد نه کړل خو له نړېوالې ټولنې یې هیله وکړه چې په بهرنیو هېوادونو کې دې، د افغان چارواکو د شتمنیو په افشاء کولو کې له دې هېواد سره مرسته وکړي.

دا نوې خبره نه ده چې افغانستان د فساد له پلوه د نړۍ په فاسدو هېوادونو کې شمېرل کیږي بلکې په دې اړه پخوا تردې هم ورته راپورونه خپاره شوي وو.

په دې هېواد کې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته، د حکومت چارواکو د بهرنیو هېوادونو په ناستو کې ژمنې کړي چې د فساد پرضد به مبارزه کوي .

په دې لړ کې جمهور رییس اشرف غني د کار په لومړیو کې د کابل بانک د قضیې د بیا څیړلو حکم وکړاو د د فاع وزارت ګڼ تړونونه یې لغوه کړل.

افغان چارواکي وايي، حکومت د فساد د ورکولو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د افغان حکومت د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې هکله ازادي رادیو ته وویل:

"فساد د افغانستان په مختلفو ادارو کې و او شته. دا ناوړه پدیده د ملي یووالي حکومت ته په میراث پاتې ده، خو حکومت هڅه کوي چې خلکو سره د ژمنو په اساس، د دې ناوړه پدیدې پرضد مبارزه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې عالي اداري، په دې وروستیو کې د فساد د مخنیوي په مقصد د چارواکو د شتمنیو ثبتول پیل کړي دي.

حکومت وايي، که څه هم دا مبارزه وخت غواړي، خو په دې برخه کې به هڅې جاري وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG