د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

وزیري: په فاریاب کې د یرغملو شوو سرتیرو د خلاصون هڅې روانې دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په فاریاب کې د ملي اردو د یرغمل شویو سرتېرو د خلاصون هڅې کوي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي دا سرتېري بېرته له وسله والو طالبانو خوشې کړي خو د دغو هڅو جزییات نه بیانوي.

اخوا په ولسي جرګه کې د فاریاب استازی نقیب الله فایق وایي چې وسله والو طالبانو له شاوخوا لسو ورځو راهیسې دا سرتېري له ځان سره ساتلي او افغان ځواکونو یې د خلاصون لپاره هېڅ عملیات نه دي کړي.

له شاوخوا لسو ورځو راهیسې د ملي اردو ۱۶ سرتېري او دوه بهرنیان چې د یوې ( ام.ای اولس هلیکوپټرې) سورلۍ وې او بېړنۍ ناستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورکړل د بېرته خلاصون لپاره شېبې شماري؟

دفاع وزارت وايي، د دغو کسانو د خلاصون لپاره چې په فاریاب کې طالبانو یرغمل کړي هڅې روانې دي خو جزییات نه روښانه کوي.

سیمه ییز چارواکي دا هڅې تر دې دمه بې نتیجې بولي او د ولسي جرګې غړي خو بیا دا وايي چې د دغو سرتېرو او دوو بهرنیانو د خلاصون لپاره هېڅ راز هڅې نه دي شوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دفاع وزارت دنده لري څو دغه کسان له وسله والو طالبانو وژغوري خو دا چې څه ډول دا هڅې مخته بیايي څه نه وايي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"دفاع وزارت ټولې هلې ځلې کوي د هغوی د خلاصون لپاره. دا چې څه هلې ځلې کوي هغه وروسته تاسو ته وایو.

د دفاع وزارت د هر سرتېري، بریدمل او افسر د سر، ځان او مال د ساتنې دنده لري.

دا چې کومې هلې ځلې روانې دي زه یې تاسو ته اوس نه شم ویلای."

ښاغلي وزیري د دغو سرتېرو له یرغمل کېدو یوه ورځ وروسته هم همدا ژمنه کړې وه چې چې د دغو ۱۸ کسانو د خلاصون هڅې یې پيل کړي خو دغو هڅو ولې نتیجه نه ده ورکړې؟

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي نقیب الله فاریق ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو اوس وخت دا کسان د قیصار ولسوالۍ شاخ سیمې ته انتقال کړي کوم ځای چې د طالبانو اصلي مرکز بلل کیږي.

ښاغلی فایق انتقاد کوي چې د دغو سرتېرو د خلاصون لپاره هېڅ راز هڅه او عملیات نه دي شوي:

"طالبانو دا کسان خپلو اصلي پټنځایونو ته چې د قیصار ولسوالۍ شاخ سیمه ده وړي دي. تر اوسه پورې چې زه له تاسو سره غږیږم افغان حکومت هېڅ راز عملیات د دغو کسانو د خلاصون لپاره نه دي کړي."

د روانې قوس میاشتې په څلورمه یوې «مې اولس هليکوپټرې» د فاریاب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د تخنیکي عوارضو له امله بېړنۍ ناسته وکړه چې طالبانو سمدستي له ۲۱ سورلیو درې تنه ووژل او د دوه بهرنیانو په ګډون یې ۱۶ سرتېري بندیان کړل.

اخوا د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان ژوندي دي او روغتیايي حالت یې هم ښه دی خو برخلیک یې نه دی معلوم چې کېدای شي له بندي طالبانو سره د دوی تبادله هم د پرېکړه یوه برخه وي.

په فاریاب کې د دغو برمته شویو کسانو یوه ویډیو هم خپره شوې چې د طالبانو په منګولو کې دي او د ځینو روغتیايي وضعیت یې ښه نه ښکاري.

د فاریاب سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې د دغو افغان سرتېرو د خلاصون لپاره د سیمې په کچه هڅې روانې دي خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

د فاریاب د والي ویاند جاوید بېدار د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"سیمه ییزې ادارې خپلې هڅې کړې دي. د قومي مشرانو او سولې کميټې په واسطه د دغو کسانو د خلاصون لپاره چې په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د یوې هلیکوپترۍ د بيړنۍ ناستې په نتیجه کې د طالبانو له خوا نیول شوي و هڅې روانې دي. تر اوسه پورې داسې کومه خاصه نتیجه مونږ نه ده ترلاسه کړې."

دا لومړی ځل نه دی چې افغان پوځیان د طالبانو له خوا بندیان کیږي او بیا وروسته یا وژل کیږي یا د ډېرو لویو شرطونو په بدل کې خوشې کیږي.

په وخت نه اکمال کيدل، د هوايي عملیاتو نشتوالی او کمزوری مدیریت هغه عوامل بلل کیږي چې وخت ناوخته یې له امله افغان پوځیان د وسله والو مخالفینو لاس ته لويږي.

په هلمند کې طالبانو ته د شاوخوا ۶۰ افغان سرتېرو د تسلیم خبره د پاسنیو خبرو یوه بېلګه ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG