افغان ولسمشر له اروپايي هېوادونو څخه د کتنې په ترڅ کې نن له جرمني چارواکو سره د خبرو لپاره په برلین کې دی.
ټاکل شوې ده چې محمد اشرف غني او د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل د افغان کډوالو د ستونزو په شمول پر دوه اړخیزو مسالو خبرې وکړي.
ولسمشر غني تیره ورځ په ایټالیا کې و او د دغه هېواد له صدراعظم سره يې د تروریزم ضد مبارزې او نورو مهمو مسالو په اړه خبرې وکړې.
افغان ولسمشر له اروپايې هېوادونو څخه د کتنې په ترڅ کې نن په جرمني کې دی.
په برلین د افغانستان سفیر حمید صدیق ازادي راډیو ته وویل ولسمشر اشرف غني به د ورځې په اوږدو کې د جرمني له صدراعظمې انګیلا مېرکل سره د افغان کډوالو له افغانستان سره د جرمني د همکاریو او د نورو مهمو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
حمید صدیق وویل:
د افغانستان جمهور رئیس جرمني ته له رسیدو مخکې په ایټالیا کې د دغه هېواد له صدراعظم ماتیو رینزي روم سره وکتل.
د ایټاليا له صدراعظم سره د خبرو پر مهال د افغانستان ولسمشر هغه تروریستي اعمال چې د مذهب په نامه ترسره کیږي وغندل.
ولسمشر غني وویل، دا د اسلامي هېوادونو د مشرانو مسولیت دی چې نړۍ ته د اسلام ریښتیني څیره ور وپیژني.
د نوموړي په وینا د تروریستي ډلو وحشي اعمال د اسلام له سپیڅلي دین سره هیڅ ارتباط نه لري.
افغان ولسمشر وویل، اروپا د اسلامي تمدن په رامنځته کیدو کې مرسته کړې او په دې لړ کې يې په ۱۲ پیړۍ کې د جغرافیه پوه محمد ادریسي له خوا د نړۍ د لومړنۍ نقشې د رسمولو یادونه وکړه چې د اشرف غني په وینا د ریښتیني اسلام څرګندونه کوي.
له ایټالیا مخکې ولسمشر غني په پاریس کې د اقلیمي بدلونو د مخینوي په نړېوال کانفرانس کې برخه واخسته او د دغې غونډې په حاشیه کې يې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره هم وکتل.