د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

پاکستان پر پوځي ښوونځي د حملې په تړاو ۴ کسان اعدام کړل


د پاکستان حکومت د تېر میلادي کال په دېسمبر کې د خیبر پښونخوا ایالت په مرکز پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځی په برید کې ککړ څلور کسان اعدام کړي دي.

د دې هېواد پوځي دولتي سرچینو رسنیو ته ويلي چې دغه څلور کسان د چهارشنپې به ورځ سهار د خیبر پښتونخوا ایالت د کوهاټ په زندان کې په دار وځړول شول.

وسله والو د تېر ۲۰۱۴ م کال د دېسمبر په ۱۶مه نېټه په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي (ارمی پبلک سکول) خونړۍ ډله ییز وسله وال حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د زده کوونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ووژل شول.

هغه څلور کسان چې د دغه برید په تړاو په کوهاټ کې اعدام شوي، مولوي عبدالسلام، حضرت علي، مجیب الرحمن چې په نجیب الله مشهور و او سبیل چې په یحیی مشهور و، شامل دي.

د پاکستان حکومت پر پوځي ښوونځي تر دغه برید وروسته نه یواځې په دې هېواد کې پر اعدام لګېدلی شپږ کلن بندیز لېرې کړ، بلکې د هېواد په اساسي قانون کې یې تر بدلون وروسته د ترهګرو د ځپلو او د ترهګرۍ د مخنیوي په مقصد د دوو کالو لپاره پوځي محکمې هم جوړې کړې.

په عین حال کې د پاکستان یوه جګپوړي دولتي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستی، فرانسپریس خبري اژانس ته پر پوځي ښوونځي په برید کې د ککړو ۴ کسانو د اعدام بخلی کړی او زیاتوي چې دوی د سه شنبې په ورځ ناوخته د خپلو کورنیو له غړیو سره د وروستي ځل لپاره ولیدل.

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې پر یاد ښوونځي د برید په تړاو څلور کسان اعدام کړي چې د روانې میاشت به ۱۶مه نېټه ددغه خونړي برید یو کال پوره کېدونکی دی.

د پېښور پر یاد ښوونځي تر برید وروسته د نېشنل ایکشن پلان په نتیجه کې رامنځته شویو پوځي محکمو د روان کال په اګست کې د دغو څلورو اعدام شویو کسان په شمول برید کې شامل شپږ کسان د اعدام په سزا محکوم کړل.

که څه هم دغو کسانو د پاکستان له ولسمشر ممنون حسینه د بښنې غوښتنه کړې وه، خو نوموړي د صدراعظم نوازشریف په وړاندیز د یادو کسانو د بښنې غوښتنلیکونه رد کړل او له هغه وروسته د پوځلوی درستیز جنرال راحیل شریف د نومبر په ۳۰مه د دغو کسانو د اعدامولو امر لاسلیک کړ.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکیو د دفتر د چارواکیو په وینا، په پېښور کې پر پوځي ښوونځي برید کې ۲۷ کسانو برخه درلوده، چې ۹ کسان یې د برید پر مهال وژل شوي او ۱۲ نور یې نیول شوي دي.

که څه هم پوځي محکمې ددغه برید په تړاو ۶ کسانو ته د مرګ سزا اورولې وه، خو پوځي او دولتی مقاماتو لا تر دې دمه د ۲ نورو کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې پر ارمي پبلک سکول ددغه برید مسوولیت تحریک ‌طالبان پاکستان منلی و او دې ته ورته د نورو خونړیو بریدونو ګواښ یې هم کړی و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG