د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

چارواکي: افغانستان، هند او پاکستان له ملګرتیا پرته بله لار نه لري


د افغانستان، هند او پاکستان چارواکي وايي چې دا هېوادونه له ملګرتیا پرته د بریالیتوب بله لار نه لري.

په کابل کې د هند او پاکستان ډیپلوماتان په دې باور دي چې په افغانستان کې ستونزې دوی هم اغیزمنولای شي نو ځکه هم باید دا هېوادونه د افغانانو مرستو ته چمتو وي.

افغان، پاکستاني او هندي چارواکي، لیکوالان او تاریخ پوهان په کابل کې د هندوستان د موقتي حکومت د سلمې کلیزې د نمانځنې په غونډه کې راټول شوي او د دغو هېوادونو په تاریخې اړیکو غږیږي.

په داسې حال کې چې کابل د پاکستان په نیت شکي دي او پاکستان بیا په افغانستان کې د هند له نفوذه ویره لري، په کابل کې د دغو درې واړو هېوادونو استازي راټول شوي چې په تیر وخت کې یو له بل سره مرستې او د نیکو اړیکو یادونه تازه کړي.

په کابل کې د هندوستان سفیر په دې باور دی چې د ګاونډیتوب له حقه ور هاخوا د دې وخت دی چې د یو بل اړتیاوو ته رسیده ګي وشي.

امر سینها وایې چې تاریخ ته په کتو باید راتلونکی وسنجول شي او له همدې امله هندوستان په بشپړ ډول د افغانستان ترشا ولاړ دی.

د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې په کابل کې د هند سفیر امرسینها وویل چې حکومت یې د افغانستان اړتیاوو ته په کتو مرستو ته ژمن دی خو په بشپړ ډول د افغان ځواکونو تجهیز د نړېوالو ځواکونو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت دنده ده.

ښاغلي امرسینها زیاته کړه:

"لومړی درس چې زه یې له دغو اړیکو اخلم دا دی، د دې ترڅنګ چې موږ ګاونډیان یو باید د یوه بل اړتیاوو ته د ضرورت په وخت کې ورسیږو او له دې پرته بله لار نشته، موږ باید تاریخ بیا جوړ کړو او راتلونکی هم نو په هره برخه کې که هغه اقتصادي وي بیا رغونه وي او که امنیتي هندوستان په بشپړ ډول د افغانستان سره ولاړ دی."

ښاغلي سینها زیاته کړه چې د افغانستان او هندوستان اړیکې به د بل هیڅ کوم هېواد تر اغیز لاندې رانه شي او د هغه هېواد څلور هیلوکاپټرې به ډیر ژر افغان لوري ته وسپارل شي.

بل خوا بیا په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرارحسین ټینګار کوي چې د دغو هېوادونو ترمنځ یوازې پولي مشترکې نه دي بلکې ګټې او زیانونه یې هم یو بل اغیزمنولای شي.

ښاغلي حسین زیاته کړه:

"راځئ چې نن بیا له تاریخي، فرهنګي او مذهبي مشترکاتو ګټه واخلو، زموږ یوازې پولي ګډې نه دي، زموږ خطرونه هم ګډ دي او په همدې ډول زموږ فرصتونه هم مشترک دي."

په داسې حال کې چې پاکستاني او هندي چارواکي په افغانستان کې د یوه بل په کړنو تل نظر لري خو د سه شنبې په ورځ په کابل کې د هند د موقتي حکومت د سلمې کلیزې د نمانځنې په غونډه کې یې د افغانستان سره په ښو اړیکو ټينګار کاوه.

سل کاله وړاندې چې په سیمه کې د انګریزانو حکومت وو، د هند د هغه وخت ازادي غوښتونکو د مهندرا پرتاپ سنګ او مولوي برکت الله په مشرۍ په کابل کې یو موقتي حکومت اعلان کړ چې د هند اصلي خپلواکۍ ته یې لومړنۍ زمینې برابرې کړي وي.

تاریخ لیکونکي وايي چې د هغې وخت افغان حکومت دې کار ته د هندوستان سره د نیکو اړیکو د جوړېدو په خاطر زړه ښه کړ او ورته یې زمینه برابره کړه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په دې اړه یې دا دوه ورځنی سیمینار جوړ کړی وايي چې له دې لارې غواړي د سیمې دا هېوادونه له افغانستان سره ښو اړیکو ته راوبولي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزیرعبدالباري جهاني وايي، لکه څنګه چې پخوانیو افغاني مشرانو او حکومتونو د ګاونډیو لپاره قربانۍ ورکړي اوس اړتیا ده چې دا ګاونډي د افغانستان لاسنیوی وکړي.

ښاغلي جهاني زیاته کړه:

"اوس له خپلو ګاونډېو او نږدې دوستانو څخه هیله لرو چې په افغانستان کې د امن په ټینګولو او سولې راوستلو کې مرسته وکړي او که ان دا سوله دوی ته څه زیان هم ور رسوي زموږ په خاطر باید څه تاوان ومني."

افغانستان اوس مهال د سرتاسري سولې منتظر دی او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو څو پخوانۍ ژمنې یوازې ژمنې پاتې شوي او بس.

تاریخ پوهان وايي چې د دا ډول سیمنارونو له لارو باید هندي او پاکستاني چارواکو ته اعتماد ورکړل شي چې سوله ییز افغانستان د سیمې په ګټه دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG