د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د بلوڅانو مشر: د پاکستان د اردو په عملیاتو کې مې د مړینې خبر درواغ و


د بلوڅو د ازادۍ جبهې مشر ډاکټر الله نظر بلوڅ
د بلوڅو د ازادۍ جبهې مشر ډاکټر الله نظر بلوڅ

په پاکستان کې بلوڅ بېلتون پالو يوه وېډيو خپره کړې او په کې د بلوڅو د ازادۍ جبهې مشر ډاکټر الله نظر بلوڅ ښکاري چې ژوندی دی او وايي چې وسله وال مخالفت پرمخ وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي د سپتمبر مياشتې په اتمه نېټه رسنیو ته ويلي وو چې د نا تأييد شويو راپورونو له مخې، الله نظر بلوڅ د پاکستان د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

ده ويلي وو چې د نا تأييد ټکی ځکه کاروي چې تراوسه يې له عملیاتو راهيسي شواهد نه دي تر لاسه کړي چې هغه ژوندی دی.

د بلوڅو د آزادۍ جبهې له خوا د خپرې شوې پرونۍ وېډيو د ثبت وخت په خپلواکه توګه نه دی تاييد شوی خو د رويټرز خبري اژانس په وينا د دې جبهې وياند ميران بلوڅ ويلي دا وېډيو په بلوچستان کې په نومبر مياشت کې ثبت شوې ده.

په دغې وېډيو کې الله نظر وايي:

"له يو څو مودې راهيسي، حکومت زما د مرګ په اړه پروپاګند کاوه. دا ښکاره درواغ دي. او زه غواړم خپل ولس ته ووايم چې د ولسي آزادۍ تحريکونه د يوه کس له مرګ سره نه ختمېږي. نن بلوڅ ولس يو پياوړی او د باور وړ اداره لري چې د آزادۍ تحریک خپل منزل ته د رسولو وړتيا لري."

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه شاهزاده ذوالفقار له آزادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې که څه هم د دې وېډیو د ثبت وخت په خپلواکه توګه نه دی تثبيت شوی خو ښايي دا وېډيو نوې وي او ځکه په ځنډ خپره شوې وي چې الله نظر لومړی يوه خوندي ځای ته رسېدلی وي او بیا يې دا وېډيو ثبت کړې وي.

ښاغلی ذوالفقار زياتوي:

"د خپلو خلکو د يو ځای کولو لپاره داسې وېډيو خپرولو ته ډېره اړتيا وه او ورباندې ډېر فشار وو ځکه چې د ډاکټر الله نظر پلويان او هم نظره خلک بايد پوه شوي وی چې دی ژوندی دی او ښه دی. نو داسې وېډيوګانې تل يو څه موده وروسته تثبيت کېږي."

په دې وروستيو کې راپورونه راغلل چې د بلوچستان جمهوري غوښتونکي ګوند مشر نواب براهمداغ بګټي ويلي چې که چېرې د پاکستان پوځ په بلوچستان کې عملیات ودروي، له حکومتي چارواکو سره د سولې خبرو ته تيار دی.

په ورته وخت کې ځينو بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر ټولنيزو رسنيو د سولې خبرې کول د وخت ضايع وبلله او ويل يې چې د ازادۍ لپاره بايد هڅې دوام وکړي.

د بلوچستان د سياسي چارو کارپوه شاهزاده ذوالفقار په دې اړه وايي:

"د ډاکټر الله نظر پلویانو چې پر براهمداغ بګټي او خان آف قلات باندې اعتراض کاوه، هغه وخت د دوی دليل يو څه کمزوری وو ځکه چې هغه وخت يې اذهان مغشوش وو. خو اوس د دې وېډيو له راتګ سره د دوی دليل قوي شو. دا د خبرې بنياد دی چې دا خلک به څه کوي يا غواړي."

په پاکستان کې د بلوڅو د آزادۍ جبهه له هغو بېلتون غوښتونکو جبهو څخه ده چې د حکومتي ځواکونو پر ضد په بلوچستان کې له يوې لسيزې راهيسي جګړه کوي.

بلوچستان ډېرې طبيعي زېرمې لري خو د پاکستان تر ټولو بې وزله او تر ټولو کم پرمختللی ايالت دی. بلوڅ بېلتون پال وايي چې د پاکستان نورې سیمې يې له طبيعي زيرمو ناوړه ګټه پورته کوي او دوی غوښتنه کوي چې دې کار ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.

د دې ټولو تر څنګ د بشري حقونو اداره وايي چې د پاکستان پوځ د مشکوکو بلوڅ بېلتون پالو پر وړاندي د برمته کولو، تشدد او محاکمې پرته وژلو کمپاين پيل کړی دی.

په خپره شوې وېډيو کې الله نظر د بلوڅو پر ضد د پاکستان د استخباراتي ادارې او ايالتي حکومت کړنې غندلي دي. الله نظر چې ډاکټر دی او له کوټې ښار څخه دی، د بلوڅ بېلتون پالو تر ټولو مخکښ مشر دی.

XS
SM
MD
LG