د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

روسیه په سوریه کې د داعش پرضد جګړه کې فرانسې او امریکا ته ژمن دی


د روسيې ولسمشر وايې، هېواد يې په سوریه کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر ضد په جګړه کې له فرانسې او امريکا سره ژمن دی.

که څه هم فرانسه وايي چې له روسيې سره يې موافقه کړې چې په سوریه کې به د اسلامي دولت سخت دريځې په نخښه کوي خو په همدې حال کې غوښتنه کوي چې د سولې د بهير په خاطر د سوريې اوسنی ولسمشر بشارالاسد بايد له خپلې دندې ګوښه شي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين ويلي چې روسيه له فرانسې او د امریکا په مشرۍ ايتلاف ته ژمنه ده چې په سوریه کې له اسلامي دولت سخت دريځو سره په جګړه اخته دي.

پرون د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولانډ سره تر خبرو وروسته پوټين په کرملين کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې دواړو لورو موافقه وکړه چې د سوريې په اړه به دوه اړخيزه همکاري زياتوي.

اولانډ وويل چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د اسلامي دولت سخت دريځې او نور سخت دريځې به په نخښه کوي. خو فرانسه اوس هم ټينګار کوي چې په سوریه کې د سولې د بهير لپاره بايد د دغه هېواد اوسنی ولسمشر بشارالاسد له خپلې دندې لېرې شي.

روسيه چې د بشارالاسد ملاتړ کوي، دغه غوښتنې ردوي.

لويديځ پر مسکو تور پورې کوي چې په سوریه کې د هغو په شمول چې د اسلامي دولت سخت دريځو سره جګړه کوي، هغه ياغيان په نخښه کوي چې لويديځ يې ملاتړ کوي او د بشارالاسد د ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

په همدې حال کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين ویلي چې دی له ترکيې څخه د دغه هېواد له خوا د روسي الوتکې د ويشتل کېدو لپاره د بخښنې او تاوان ورکولو تمه لري.

د تيرې سې شنبې په ورځ ترکيې له سوريې سره پر پوله د روسیې يوه جنګي الوتکه وويشته چې په کې د الوتکې پيلوټ هم ووژل شو.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په انقره کې د روسیې په ځواب کې وويل:

"موږ د خپلو سرحداتو څخه د هر ډول سرغړونې مخه سمدستي نيسو، ځکه چې دا د هغو اصولو سره سم اقدام دی چې موږ مخکې غوره کړي وو او روسيې ته مو څو ځلې ویلي وو.

هر څوک بايد په دې پوه وي چې دا يو فوري عکس العمل دی چې د نظامي کړن لارو سره-سم دی. مخکې موږ له داسې پيښو سره څلور ځلي مخامخ شوي يو."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزير لوران فابيوس ار.اې.ايل. راډیو ته ويلي چې د اسلامي دولت سخت دريځو پر وړاندې په عملیاتو کې بايد د بېلابېلو اړخونو ځواکونه برخه واخلي.

ده ويلي چې سوريې ته به د فرانسې مځکني ځواکونه نه ځي.

د ده په وينا دا بايد د بشارالاسد د ځواکونو پر خلاف جګړه کوونکي ياغيان يا د ازادي سوريې ځواک، د سني عربو ځواکونه او د بشارالاسد د رژیم ځواکونه وي.

څېړونکي وايي، فابيوس مخکې هم دا څرګندونه کړې چې د بشارالاسد ځواکونه له اسلامي دولت سخت دريځو سره په جګړه کې کارېدای شي خو د دوی په وينا دا له هغه وروسته چې په سوریه کې د ملي يووالي حکومت رامنځته شي.

دوې اوونۍ مخکې د وسله والو سخت دريځو له خوا په پاریس کې حملې وشوې.

حمله کوونکو د وسلو، لاسي بمونو او انتحاري واسکټونو په وسیله په يو شمېر خونړيو حملو کې ۱۲۹ کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل.

فرانسې په ډېره غصه په خپله خاوره کې د تروريستانو پر ضد عملیات وکړل او په سوریه او عراق کې يې هم د داعش پر ضد خپلې حملې زياتې کړې.

د فرانسې د بهرنيو چارو د وزیر لوران فابيوس په وينا، د نظامي عملیاتو لومړی هدف رقه دی.

رقه د سوريې هغه ښار دی چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې مظبوط مرکز دی. په دې وروستيو کې د فرانسې او روسيې الوتکو دغه ښار په نخښه کړی دی.

XS
SM
MD
LG