د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوي


په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر چارواکي او همدارنګه د دې ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولان په روان کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي.

په بلخ کې د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي چې د روان کال په ترڅ کې یې د ښځو په وړاندې څخه باندې ۲۳۰ پېښې ثبت کړي چې په کې د ښځو وهل ټکول، له کوره تېښته، په جبر ودونه او پر هغوي جنسي تېري شامل دي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر چارواکي او همدارنګه د بلخ د ښځو چارو ریاست مسوولان په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د روان کال په ترڅ کې یې د شمال زون په بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۸۳۰ پېښې ثبت کړي چې د تېرکال په پرتله ته ۱۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په شمال زون کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر د ښځو څانګې مرستیالې خماري حیدري له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې د روان کال په ترڅ کې د شمال زون په همدې څلورو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې ۱۰ صحرايي محکمې ترسره شوي دي او سلګونه نور موارد یې پر نجونو او ښځو جنسي تېری، د هغوی وهل ټکول، له کوره تېښته او به جبر ودونه برابروي.

په بلخ کې هم د ښځو چارو ریاست مشره شهلا حدید وايي چې د روان کال په ترڅ کې یې د ښځو په وړاندې د تشدد ۲۳۳ پېښې ثبت کړي چې په کې د جنسي او فیزیکي تاوتریخوالي پېښې شاملې دي.

شهلا حدید د ښځو په وړاندې د ترسره شویو تاوتریخوالي په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د روان کال په ترڅ کې د ښځو په وړاندې مو ۲۳۳ پېښې ثبت کړي چې په کې د ښځو وهل ټکول، له کوره تېښته او په جبر ودونه شامل دي، یادې مسئلې موږ اندېښمن کړي یو."

په ورته وخت کې د بلخ د ښځو چارو مشره وايي چې تر ډېره د ښځو په وړاندې د تشدد ترسره شوې پېښې په لیرو پرتو سیمو پورې تړلي چې لامل یې په کورنیو کې د فقر موجودیت، کار ته د خلکو نه لاس رسی او د عامو خلکو بې سوادي ده.

حدید د مجازاتو په وړاندې د معافیت د فرهنګ موجودیت په اړه شکایت لري او وايي چې دا مسئله هم سبب شوې تر څو ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شي.

اغلې حدید زیاته کړه:

"د مجازاتو په وړاندې د معافیت شتون د دې لامل شوی چې ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شي."

په داسې حال کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي او د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولان په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښيي چې د حق او عدالت ټولنیز بنسټ د وروستیو موندنو پر اساس بلخ کې د ښځو په وړاندې د جنسي ځورونې ۱۵ سلنه عاملین د دولتي ادارو مسوولان دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG