د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

په کندز کې د MSF پر روغتون حمله کې د ښکېلو امریکايي پوځیانو دنده وځنډول شوه


ّّپه کندز کې د بې پولې ډاکترانو روغتون
ّّپه کندز کې د بې پولې ډاکترانو روغتون

امریکایي پوځي چارواکي وایي، کومو کسانو چې په کندز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون په برید کې لاس درلود د هغوی کارونه تعلیق شوي دي او د نورې سزا انتظار کوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل تیره ورځ ماښام په کابل کې رسنیو ته وویل:

"دا یوه تراژیدي وه، داسې پیښه وه چې مخه یې نیول کیدای شوای او علت یې یوه انساني تیروتنه وه.

زه تاسو ته دا ویلای شم، هغو کسانو چې په انفرادي ډول له نژدې په دې پیښه کې لاس درلود وظیفې یې تعلیق شوې دي."

جنرال کېمپبل په کندز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د شوي برید په تړاو دا ونه ویل چې د څومره کسانو دنده ځنډنۍ شوې ده. خو ده په خپلو خبرو کې دوو راپورونو ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"د امریکا د ملي تحقیقاتو ترڅنګ د افغان او ناټو د ملکي تلفاتو د څیړنې ګډ ټیم هم تحقیقات کړي دي؛ د دواړو راپورونو عمومي نتیجه سره ورته ده.

ما د ناټو عمومي منشي، ولسمشر غني او ډاکټر عبداله د افغان-ناټو له تحقیقاتو خبر کړي دي، ناټو به د خپلو تحقیقاتو نتیجه په راتلونکو ورځو کې اعلان کړي."

په راپور کې ویل شوي دي چې په دې حمله کې چې د اکتوبر په دریمه ترسره شو لږ تر لږه ۳۱ملکیان ووژل شول او ۲۸ ټپیان شول. دا حمله هغه وخت وشوه چې طالبانو د کندز ښار نیولی و.

د افغانستان حکومت د دې څیړنو د راپور خپریدو هرکلی وکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیې کې د ولسمشر اشرف غني په وینا ویل شوي دي:

"د امریکا د متحد ایالتونو دا څیړنه شواهدو او حقایقو ته په پام ترسره شوې او اشتباهات یې منلي دي چې مسوولان به له خپلو اشتباهاتو څخه زده کړه وکړي او د اړتیا په وخت کې به له اړوند افرادو څخه پوښتنه وشي او حساب ورکوونکي به وي."

په راپورکې ویل شوي دي چې امریکایي الوتکې پر ځای د دې چې د روغتون ترڅنګ یوه ودانۍ چې د طالبانو په لاس کې وه، بمباري کړي، پر روغتون یې ډزې وکړې.

بې پولي ډاکټرانو په دې پیښه کې د نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي دي چې افغان حکومت به له خپلو نړیوالو همکارانو سره کار وکړي، تر څو په راتلونکي کې د دغه وړ دردونکو پیښو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG