د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۶

ولسي جرګه افغانستان ته د امریکا د کانګرېس د غړو سفر مثبت بولي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د امریکا د کانګرېس غړي دغه هېواد ته په سفر سره د افغانانو ډېرې ستونزې له نږدې ګوري او که چېرې افغان حکومت وغواړي کولای شي، د امریکا نورې مرستې هم د همدغو کسانو په واسطه جلب کړي.

د ولسي جرګې مرستیال محمد نذیر احمدزي د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، مخکې هم دا سفرونه مثبت تمام شوي، نو باید هڅه وشي چې په افغانستان کې د روانې جګړې او نورو ټولو زیاتېدونکو ستونزو په اړه د امریکا زیاتې مرستې جلب شي.

ښاغلي احمدزي وویل، د امریکا د کانګرېس غړي کولای شي، له بېلابېلو لارو د امریکا په حکومت فشار راولي، څو له افغانستان سره د مرستو اندازه زیاته کړي.

ښاغلي احمدزي وویل:

"د کانګرېس د غړو دغه راتګ او له واقعیتونو د هغوی خبرتیا دا به هغه تړونونه چې له امریکا سره یې لرو په هغو کې به ډېرې اسانتیاوې راولي. ان به په ځینو مواردو کې ډېر ژر اقدام وکړي. دا چې دوی مخکې هم راغلي دي خپلې نتیجې یې لرلې دي اوس یوه جلا موقع ده ځکه چې اوس موږ د پخوا په څېر ضرورتونه ډېر لرو او تهدیدات ډېر دي. نو دا د کانګرېس د غړو راتګ زه د دواړو ملکونو په ګټه بولم."

د ولسي جرګې مرستیال ښاغلي احمدزي هیله وښوده چې د امریکا د کانګریس غړي به د افغانستان د ملي شورا له استازو سره هم خبرې وکړي.

د امریکا د کانګرېس د استازو جرګې ۱۰ غړي "راب ویټمن، مدلین بور ډالو، ډونالډ نورکراس، الیز ستیفانیک، رابرټ پټنګر، بیل فلورېس، مایک میلر، کرایګ کولېر، برین ګایرت او مایکل ډېوېډسن" افغانستان ته راغلي دي.

د امریکا د کانګرېس دغو ۱۰ غړو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د یکشنبې په شپه لیدنه کې د افغان حکومت له پروګرامونو ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې په کانګرېس کې به د افغانستان له موقف نه دفاع کوي.

اخوا د افغانستان د مطالعاتو لپاره د امریکا څېړنیز انسټېټیوټ وايي، افغان حکومت باید یو قوي دریځ غوره کړي او له ضد او نقیض کارونو لاس واخلي څو وکولای شي، د امریکا د کانګرېس د دغو غړو له لارې د هغه هېواد ډېرې مرستې جلب کړي.

د دغه انسټېټیوټ رییس روح الله امین د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، افغان حکومت باید نه یوازې د روانو کارونو پایلې په ډاګه کړي بلکې ووايي چې څنګه له دغو ستونزو سره مخ ته ځي.

ښاغلي امین زیاته کړه:

"افغانستان د امریکا په کانګرېس کې مخالفین او موافقین لري. کله چې دغه استازي افغانستان ته سفر کوي د یو شمېر یې هدف دا وي چې د افغانستان واقعیتونه له نږدې وګوري چې کله بېرته خپل هېواد ته ځي په کانګرېس کې کافي دلایل وړاندې کړای شي. خو یو څه چې زموږ موقف خرابوي هغه دوه رنګي او دوه کاري یعنې ضد او نقیض دریځ دی."

ښاغلی امین وايي، افغان حکومت باید هڅه وکړي د امریکا د کانګرېس هغه غړي چې ورسره مخالف هم دي دې ته وهڅوي چې د امریکا حکومت قانع کړي، څو له افغانستان سره مرسته وکړي.

تر دې مخکې هم د امریکا د کانګرېس د استازو او مشرانو جرګې غړي افغانستان ته راغلي دي چې افغان چارواکو یې سفرونه مثبت بللي دي او ویلي یې دي چې په خپل وخت یې د ډېرو ستونزو په حل کې لازمه همکاري کړې ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG