د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د کابل د ده سبز ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی قومندان وژل شوی


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت خبرپاڼه وایي د ده سبز لپاره د طالبانو ولسوال قاري مزمل اسلامي چې په حکیم الله مشهور وو، د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

خبرپاڼه وایي چې په دې عملیاتو کې د قاري مزمل څلور ملګري هم وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG