د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

هند په دوو میاشتو کې افغانستان ته ۴ “Mi25” هليکوپټرې ورکوي


هندوستان به په راتلونکو دوو مياشتو کې د روسیې جوړ څلور Mi25 هليکوپټرې افغانستان ته ورکړي.

دا هليکوپټر به ډېر ژر په افغانستان کې د سخت دريځو پر وړاندې په جګړه کې وکارول شي.

د هندوستان د "اېن. ډي. ټي وي" د راپور له مخې؛ روانه اوونۍ په هندوستان کې له هندي چارواکو سره تر لیدو وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويلي چې ۲۰۱۵م کال د هېواد لپاره تر ټولو زيات له تشدده ډک کال و.

ښاغلي حکمت خليل کرزي ويلي:

"موږ تر ټولو زيات تلفات ليدلي. موږ هره ورځ په تر شلو زياتو ولايتونو کې د تشدد پېښې وينو. نو دا مهمه ده چې باید په اړه يې خبره وشي."

ښاغلي حکمت خليل کرزي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشاره سره ويلي چې د سخت دريځو پر وړاندې په مبارزه کې بايد تشه رامنځته نه شي او له همدې کبله توپ لرونکو هليکوپېرو ته اړتيا شته:

"دوه نيم کاله مخکې، موږ شا او خوا يولک او پنځوس زره ايتلافي ځواکونه درلودل. د دوی د ملاتړ لپاره موږ تر دوه لکه زيات نظامي قرارداديان درلودل."

خو د ۲۰۱۵م کال له پيل راهيسې د ټروريزم پر وړاندې د مبارزې مسوولیت اوس د افغان ځواکونو پر اوږو دی چې د نړۍ د لويو نظامي ځواکونو ملاتړ لري.

د ښاغلي حکمت خليل کرزي په وينا؛ افغانان اوس د خپل نظامي ظرفيت لوړولو ته اړتيا لري او له همدې کبله افغانستان خپلو ملګرو هېوادونو ته د مرستې لپاره مراجعه کوي.

تر دې مخکې په اپرېل مياشت کې نوې ډلي افغانستان ته د نظامي ټرانسپورټ موټرونه او درې کوچني بې وسلې "چيتل" هليکوپټرې ورکړل.

XS
SM
MD
LG