د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۴۸

دلیلي: سوله په سیاست او خبرداري سره نه شي ټینګېدای


د مدني ټولنو یو فعال رازمحمد دلیلي چې د "ایل هیبري" په نوم د امریکا د سولې د ښوونو له بنسټ څخه یې نړېواله جایزه ترلاسه کړې ده د مدنې ټولنو له خوا ولمانځل شو.

دلیلي وايي، ترکومه چې خلک د سولې د راوستلو لپاره یو موټی نه شي او ظلم او وحشت ته نه ونه وايي، ستونزمنه به وي چې د خبرداري او زور له لارې هېواد ته سوله راشي.

راز محمد دلیلي چې په خپله وینا یې وکولای شول د نړۍ د ۳۸ هېوادونو ترمنځ د سولې د ښوونو نړېواله جایزه وګتي.

له ښاغلي دلیلي نه د پنجشنبې په ورځ د مدني ټولنو د یو شمېر فعالینو له خوا لمانځنه وشوه.

د افغان مدني ټولنو د مجتمع ریس عزیز رفیعي وايي، په هغو کلونو کې یې چې له ښاغلي دلیلي سره اړیکې درلودې د نوموړي یواځنۍ هیله په هېواد کې سوله او امن و.

ښاغلي رفیعي د راز محمد دلیلي په ویاړ په جوړې شوې لمانځ غونډه کې وویل چې دلیلي سولې ته د رسېدلو په خاطر ان نا امنو ولایتونو ته سفرونه کړي او د ښځو، ځوانانو او ماشومانو لپاره یې ښوونیز بنسټونه جوړ کړي دي:

"کله مې چې ورنه پوښتنه وکړه چې څه انګیزه وه چې تاسې د سولې او د سولې د ښوونو لپاره کار وکړ، ویې ویل چې یواځې یوه وړه انګیزه او هغه دا چې کله زه زده کوونکی وم، یو ښوونکی ټولکي ته راغی او یوه سخته پوښتنه یې له ما وکړه ما هم ځواب ونه شو ویلای او ټولګیوالو مې هم، بیا یې موږ ووهلو، نو بیا ما دا فکر وکړ چې څنګه کولای شو چې وهل او تاوتریخوالی له خپلې ټولنې ورک کړو، هغه ټولنه چې تل تاوتریخوالی سره مخ ده."

د سولې ښوونیزه جایزه هر کال د "ایل هیبري" امریکايي بنسټ له خوا هغه کسانو ته ورکول کېږي چې د سولې او ښوونې په برخه کې یې ډېر کار کړی وي.

دا جایزه د لومړني ځل لپاره یو افغان ته ورکول شوې.

د دلیلي په وینا دغه بنسټ دی د افغانستان د سولې د مشهور روزنکي په توګه نومولی دی.

راز محمد دلیلي وايي، سوله په سیاست او خبرداري سره نه شي ټینګېدای او د ده تجربې وايي چې خلک باید د سولې د کلۍ د پیدا کولو لپاره سره یو موټي شي.

ولسمشرپه یو پیغام کې چې په غونډه کې د فرهنګي سلاکار اسد الله غضنفر له خوا ولوستل شو د راز محمد دلیلي له کارونو ستاینه کړې ده:

"خوشحاله یم چې یو ووړ ځوان د سوله ییزو ښوونو په برخه کې یوه نړېواله جایزه ګتلې ده، ښاغلي دلیلي د یو رېښتینې روڼ انده په توګه خپل د ټولنې ستونزې پېژندلي او د سولې د فرهنګ د ټینګولو په برخه کې یې کلونه، کلونه هڅې کړې دي."

راز محمد دلیلي د غزني دی، د انجېنېرۍ په برخه کې یې زده کړې کړي او اوس د سنايي پراختیايي موسسې مشر دی.

دلیلي وايي چې له ۱۳۵۷ نه تر ۱۳۷۰ کلونو پورې یې د ټولنیز عدالت په برخه کې مبارزه کړې ده او د بندي خانې او د طالبانو له خوا د وهلو، ټکولو کیسې کوي.

دی وايي، له مبارزو نه دی په شا شوی او د سولې او ښوونې په برخه کې به خپلې لارې ته دوام ورکوي:

"کله چې د دې ناخوالو په وړاندې راپورته نه شو او یو ملت نه شو فکر کوم چې زموږ ستونزې به دوام وکړي."

د سولې او ښوونې د نړېوالې جایزې د ګټونکي راز محمد دلیلي مینه وال وايي چې دلیلي د سولې او ښوونې د ټینګښت او دا چې څنګه خلک سره یوځای کړي له مذهبي او فرهنګي لارو کار اخیستی.

دلیلي اوس مهال یو بنسټ هم لري چې د ده په وینا د سولې د تینګښت او د منازعوو د حل په برخه کې له ښځو او ځوانانو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG