د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

پاکستان له افغان خاورې څخه د راکټي حملو په اړه اندېښنه ښودلې


پاکستان وايي، پر پاک افغان ګډه پوله يې له افغان خاورې څخه د زياتېدونکيو راکټي حملو په اړه افغان دولت ته اندېښنه ښودلې او دا يې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ ګډو هدفونو او سوله ييزې اوسېدنې ته نېغ ګواښ بللى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي مقاماتو د تيرې يکشنبې په ورځ ويلي وو، چې افغان پولي ته څېرمه د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه کې له افغان خاورې څخه د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر پوستې لږ تر لږۀ پنځه راکټونه وېشتل شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه وو ويلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو دغې پېښې ته په اشاره ويلي:

"پاکستان په انګور اډه کې له افغان خاورې څخه د راکټي حملو په اړه افغان دولت ته ژوره اندېښنه ښودلې او دا ډول پېښې يې د دواړه ګاونډيو هېوادونو ترمنځ سوله ييزې اوسېدنې او ګډو هدفونو ته نېغ ګواښ بللی دی."

د پاکستان حکومت همدا راز له افغان دولته غوښتي چې پر سرحد دې د دې ډول کرغېړنو پېښو مخه ونيسي.

له بلې خوا بيا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د سه شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژد افير ورغوښتى و او په انګور اډه کې يې د پاکستانيو ځواکونو له خوا پر افغان خاورې د راکټي حملو په اړه ورته شکايت کړى و.

افغان دولت وايي، چې د تيرې يکشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو د پکتيکا په انګور اډې کې پر افغان امنيتي ځواکونو راکټي حملي کړي، چې يو پوليس په کې وژل شوى و.

پاکستان او افغانستان په دې وروستيو کې پر يو بل تور لګوي، چې په سرحدي سيمو کې د يو بل پر امنيتي ځواکونو حملې کوي، خو دواړه هېوادونه پر يو بل لګېدلي تورونه ردوي او ټينګار کوي، چې خپله خاوره د ګاونډيو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په داسې وخت کې له افغان خاورې څخه د راکټي حملو په اړه اندېښنه ښودلې، چې په د وروستيو کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکي يو څۀ خرابې شوي دي.

که څه هم له يوې خوا اسلام اباد او کابل پر يو بل تورونه لګوي، چې له خاورو څخه يې بريدونه کېږي، نو له بلې خوا بيا د سياسي دفاعي چارو يو شمېر کارپوهان ټينګار کوي، چې دواړه هېوادونه دې پر پوله د حملو په ګډون ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې اواري کړي.

دوى همدا راز په دې باور دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له رامنځته شوې بې باورۍ نه په دواړو غاړو کې پټ وسله وال ګټه پورته کوي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG