د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې یې د پاکستان شارژدافیر ته د پاکستان د پوځ د وروستۍ سرغړونې په اړه جدي اعتراض کړی دی.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان شارژدافیر معظم علي یې تیره ورځ احضار کړی او د انګور اډې د وروستۍ حملې په اړه یې وضاحت ترې غوښتی:
"موږه خپل جدید اعتراض او اندیښنه د پاکستان د راکټي حملو په اړه ورته څرګنده کړه، په دې برخه کې یوځل بیا پاکستان ته خبرداری ورکول شو چې ژر تر ژره د داسې حملو د تکرار مخنیوی وکړي."
د راپورونو په اساس د تیرې یکشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت په انګور اډې سیمه کې په افغان سرحدي ځواکونو راکټي حمله کړي چې یو پولیس په کې وژل شوی دی.
د انګور اډې سیمه کې چې د پاکستان پوځ اوس تائسیسات جوړ کړي له دې وړاندې هم د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه.