د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

افغانستان د ایران او امریکا له اټمي موافقې وروسته


ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی (افغانستان د ایران او امریکا له اټمي موافقې وروسته)

ډیپلوماټ لیکي:

د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ له اټمي موافقې وروسته د افغانستان په ګډون پرلوی منځنی ختیځ د دې موافقې د اغیزپه اړه بحثونه پیل شوي دي.

خپرونه وايي، افغانستان د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ وکړ او د دواړو لورو ترمنځ يې د وروستۍ اټمي موافقې چې د دواړو خواو پر بریالیتوب څرخیږي،هرکلی کړی دی.

ډیپلومات زیاتوي د تهران د اټمي موافقې له امله د سیمې د هېوادونو دا اندیښنه چې په لوی منځني ختیځ کې به د اټمي وسلو د ترلاسه کولو سیالي زیاته شي، له منځه تللې ده.

خپرونې هغه ګواښونه هم یاد کړي دي چې افغانستان او ایران دواړه ورسره مخامخ دي.

د مقالې لیکوال وايي، سخت دریځي، تروریزم او د نشه يې موادو قاچاق هغه مشترک ګواښونه دي چې افغانستان او ایران ته يې خطرونه پیښ کړي دي.

ډیپلومات وړاندې لیکي:

د ایران او امریکا ترمنځ اټمي معامله تهران او واشنګټن ته فرصت برابروي چې له تروریزم سره په مقابله کې له افغانستان مستقیم ملاتړ وکړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا په کندز ښار کې د طالبانو د درې ورځنۍ واکمنې پرمهال د ښځو لپاره پر یوه یوې سیمه ییزې راډیو د حملې موضوع یاده کړې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي:

کله چې وسله وال طالبان کندز ښار ننووتل د روشني په نامه د یوې سیمه ییزې راډیو کارکوونکو د خپل دفتر دروازې وتړلې او ځانونه يې پټ کړل.

ورځپاڼه وايې، روشني راډیو ثبت شوې خپرونې پیل کړې او د هم هغې ورځې د مازدیګرلپاره په سیاست کې د ښځو د رول په اړه چمتو شوې خپرونه يې له نشره پاتې شوه.

د روشني راډیو مشرې صدیقه شیرزی واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي طالبانو پر دوو بجو رادیو خاموشه کړه.

د مطلب لیکوال وايي، کندزته له داخلیدو وروسته طالبانو نه یوازې په حکومتي کارکوونکو پسې لټه پیل کړه او دولتي ودانې يې نیولي بلکه د ښځو لپاره يې د هغو لاسته راوړونو د منځه وړلو لپاره ګامونه واخستل چې په تیرو ۱۴ کلونو کې ترلاسه شوي دي.

په کندزکې د یوې بلې محلي راډیو خبریالي لیدا یوسف زی واشنګټن پوسټ ته ویلي، طالبانو په مستقیمه توګه ښځینه ژورنالستانې په نښه کولې خو په عمومي توګه يې د ټولو ښځو لپاره ګواښ جوړ کړی و.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايې، روشني راډیو چې متحده ایالات او نور لویدیځ هېوادونه يې تمویلوي د سولې او قانون پوهنې په ګډون د مذهبي او کلتوري مسالو په اړه خپرونې جوړې کړي خو زیات تمرکز يې د ښځو پر حقونو دی.

ورځپاڼه لیکي:

همدا سبب وو چې روشنې راډیو کندز ښار ته د داخلیدونکو طالبانو د اهدافو په لست کې وه.

XS
SM
MD
LG