فرانسوي چارواکي وایي چې پولیسو تېره شپه د پاریس د خونړیو حملو په تړاو پر ۱۶۸ ځایونو عملیات وکړل.
د کورنیو چارو وزیر وویل، په دغو عملیاتو کي پولیسو ۲۳ تنه ونیول او له سلو زیات هم په کور کې نظر بند شوي دي.
دغه راز فرانسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې هم چې د دغو حملو مسوولیت یې په غاړه اخیستی؛ پوځي عملیات تېز کړي دي.
نوریاس نوري په فرانسه کې میشت د سیاسي چارو له کارپوه اکبر وردګ څخه د مرکې په پیل کې دا پوښتنه کړې چې ایا د فرانسې دغه هڅې به د فرانسې د ولس چې په وروستیو خونړیو حملو غمجن او هم په قهر دی؛ رضایت حاصل کړي؟
ښاغلي وردګ په ځواب کې وویل: