د ننګرهار دعامې روغتيا ریاست د شنبې په ورځ د دې ولایت اتو ولسوالیو ته نوي امبولاسونه واستول.
د دغه ولایت د روغتیا ريیس ډاکټر نجیب کاموال وویل چې دغه امبولانسونه د عامې روغتیا وزارت د پراختیايي بودجې له لارې د "ادا او ام. سي. سي" ادارو له خوا مرسته شوي چې هغو ولسوالیو ته يې ورکړل په کومو کې چې زیاته اړتیا لیدل کېده.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب کاموال وویل:
"د دغو اتو امبولانسونو مجموعي قيمت څلور عشاریه شپږ ميليونه افغانۍ دي؛ دا به خوګياڼو، پچيراګام، کوټ، اچین، دور بابا، لعلپورې، ښېوې او ګوشتې ولسوالیو ته ورکول کېږي؛ له دې سره به د دوی د ناروغانو د انتقال ستونزه اواره شي."
نجیب کاموال وویل چې د اتو نورو امبولاسونو ژمنه هم ورسره شوې ده چې په نېږدې وخت کې به هغه هم د ولسواليو روغتونونو ته ورکړل شي.
بل خوا د ننګرهار والي سلیم خان کندزي وايي؛ دا مرسته د هغو غوښتنو په اساس شوې ده چې ده مرکز ته د خپل سفر پرمهال له وزارت څخه کړې وې.
دی وايي، د روغتیا وزارت ورسره ژمنه کړې ده چې د ننګرهار د ټولو ولسواليو سیمه ييز روغتونونه به مجهز کړي:
"دا ځل چې موږ سفر درلوده، نورو وزیرانو سره مو هم ولیدل په ضمن کې مو د روغتیا وزیر سره هم ولیدل؛ زموږ غوښتنه دا وه چې د ټولو ولسوالیو روغتيايي کلنیکونه هم د درملو له پلوه او هم د وسایطو له پلوه مجهز شي؛ ترڅو زموږ صحي خدمات بهتره شي."
د ننګرهار روغتیا چارواکي وايي؛ له دې وړاندې هم په ټولو ولسوالیو کې امبولانسونه موجود وو؛ خو زیاتره له کاره لويدلي وو.
دوی وايي، د دې نویو امبولانسونو د مرستې ترڅنګ په پام کې لري چې هغه پخواني امبولانسونه هم ترمیم کړي؛ تر څو د عاجلو ناروغانو د انتقال ستونزې آوارې شي.
راپور:شاه محمود شینواری ـ ننګرهار